د فتنو څخه خلاصون په قرآنکريم کي دئ
عن ابن عباس رضي الله عنه قال نزل جبرائيل عليه السلام على رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فاخبره انه ستکون فتن قال فما المخرج منها ياجبرائيل عليه السلام ؟ قال کتاب الله (رواه رزين کذا في الر حمة المهداة)
ژباړه: د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دئ، چي جبرائيل عليه السلام و رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته خبر ورکړ، چي ډېري فتنې به ښکاره سي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وويل: خلاصون به يې په څه شي وي؟ جبريل عليه السلام ورته وويل په قران سره.