لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ماشومانو د عقيدې جوړښت
د ماشومتوب په مرحله کي د لومړنیو زده کړو په لړ کي تر هر څه وړاندي د سمي عقیدې زده کړه نه یواځي د ماشوم سره ښه مرسته کولای شي؛ بلکي دا ارزښتمنه توښه د هغه د ماشومتوب څخه په وروستي پړاو کي هم ډېره مرسته کولای شي چي په دې لړ کي هر مربي ته لازمه ده لاندي نقطې عملي کړي.
د قرآن کریم زده کړه
حافظ السیوطي ( رحمه الله ) په دې اړه وايي: (( تعليمُ الصّبيانِ القرآنَ أصلٌ مِن أُصولِ الإسْلامِ فَينُشِئُونَ عَلى الفِطْرَةِ وَ يسْبِق إلى قُلُوبِهم أنوارَ الحِكْمةِ قَبْل أنْ تُمَكّنَ الأَهْواءُ مِنْها وَ سُوادُها بِأكْدارِ الْمَعْصِية)).
ژباړه: ماشومانو ته د قرآني ارشاداتو ښوونه د اسلام د بنسټیزو اصولو او اساساتو څخه یو مهم اصل دئ، تر څو دوی په فطري ډول د قرآن کریم سره محبت کوونکي راستر شي او مخکي له دې چي د هوا او د هوس په شیطاني لومو کي ښکیل او د معصیت په ککړتیا سره ېې سپین زړونه تور شي، ښايي د حکمت په پلوشو سره ئې زړونه روښانه وساتل شي.
د حضرت ابن عباس ( رضي الله عنهما) څخه په یو روایت کي راغلي دي چي: (( تُوفّيَ رسولُ الله ( صلى الله عليه وسلم ) و أنا ابن عشر سنين و قد قرأت المحكم”( رواه البخاري)
ژباړه: هر کله چي پیغمبر اکرم (صلی الله علیه وسلم ) وفات شو ؛ نو زه ۱۰ کلن ماشوم وم او زما قرآن کریم حفظ ؤ.
همدا راز په یو بل روایت کي د أمیر المؤمنین حضرت عمر ( رضي الله عنه) څخه په یو روایت راغلي دي چي جناب رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: (( ِإنّ اللهَ يرفَعُ بِهذا الْكِتابِ أقْوامَاً وَ يَضَعُ بِهِ آخَرِيْنَ)) . (رواه مسلم).
ژباړه: په تحقیق سره لوی پروردګار په دې کتاب ( قرآن کریم ) سره یو لړ قومونو ته عزت او یو لړ نورو ته خواري ور په برخه کوي.
همدا راز د حضرت عثمان بن عفان ( رضي الله عنه ) څخه یو روایت داسې نقل شوی دئ، چي نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: (( خَيرُكُم مّنْ تَعَلمّ القُرآنَ وَعَلّمَهُ)) .(رواه البخاري.
ژباړه: په تاسې کي بهترین تن هغه څوک دئ چي قرآن عظیم الشان ( پخپله ) زده کړي او ( بیا ئې ) نورو ته وروښايي.
او امام السیوطي پخپل کتاب طبقاتُ الحفاظ کي د امام شافعي ( رحمه الله څخه دا خبره را نقل کړې ده چي فرمايي: (( حفظت القرآن و أنا ابن سبع سنين و حفظت الموطأ و أنا ابن عشر)).
ژباړه: ما (شافعی رحمه الله ) قرآن کریم په ۷ کلنۍ کي او د موطأ ( کتاب ) په ۱۰ کلنۍ کي حفظ کړ.
او ابن شداد د صلاح الدین ایوبي د خاطراتو څخه دیوې په زړه پوری خاطرې یادونه کوي او وايي: صلاح الدین ایوبي یو کوچنی ماشوم د قرآن کریم تلاوت کولو ته وهڅاوه په داسي حال کي چي دا لا کوچنی ماشوم ؤ، بیا ئې له هغه څخه وغوښتل تر څو نور هم د قرآن کریم ښه تلاوت وکړي.
بیا څه موده وروسته ئې دغه ماشوم خپل دربار ته نور هم نژدې کړ او هغه ته ئې د خپل خوراک څخه یوه برخه ځانګړې کړه او بیا له دې وروسته ئې د خپلي ځمکي یوه ټوټه برخه هغه ته او د هغه پلار ته وقف کړه.
ابن جریر چي د تاریخ په زرینو پاڼو کي په زیات سفر کوونکي شخص سره شهرت لري، نوموړی په خپل کتاب ( الرحلة عن مُشاهداته ) کي لیکي او وايي: ((په ختیځو هيوادونو کي د قرآن کریم زده کړه په ښه توګه ځکه تر سره کیږي چي دلته د دې سیمې مېشت خلک بار بار د قرآن پاک زده کړي ته هڅول کیږي، دوی خط په شعرونو کي زده کوي او د قرآن کریم په زده کړه باندي ویاړي.
او ابن خلدون وايي: (( تعليم القرآن للوِلدان شُعار من شعائر الدين, أخذه به أهل الملة و درجوا عليه في جميع أمصارهم, لِما يسبق إلى القلوب من رسوخ الإيمان و عقائده بسبب آيات القرآن, و مثوبة الأحاديث )).
ژباړه: د قرآن کریم زده کړه ماشومانو ته د اسلام د شعائرو ( نښو ) څخه یوه نښه ده، چي د نړۍ مختلفو ملتونو ئې زده کړه کړې ده او پخپلو ټولو ښارونو کي ئې د دې علومو خپراوی کړی دئ او د قرآني آیتونو په تلاوت سره د دوی په عقیده کي ټینګوالی راغلی او په اړه ئې خبري کول انسان ته اجر ورکول کیږي.
www.taleemulislam.net