دعبرت نه ډکه کیسه
لیکنه : حمد الله دانش مند/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د الله جل جلاله په رضا کې مرګ غوره دی . ژوند د هغه جل جلاله په ناخوښۍ کې!يو تجار حکايت کوي يوه شپه په خواږه خوب په خپل کور کې ويده وم …
ناڅاپه دروازه يو چاپه درز _ درز وټکوله ، که ګورم يوه ښځه په دروازه کې ولاړه ده .راته يې وویل. د لوږې له لاسه کړېږم که څه راکړې ؟ما له څه خبرو وروسته خپل نفس کابو نه شوای کړای ورڅخه مې د نفس (زنا) مطالبه وکړه په شرمناکه لهجه يې وويل : په مرګ خوښه يم ، نه د الله جل جلاله په نافرماني ، او ناخوښې !
بېرته يې په هغه لور مخه کړه چې راغلې وه !څه موده وروسته بيا نوموړې ښځه راغله او د زاريو پلو يې و غوړاوه دتېر په څېر يې رانه د څه غوښتنه وکړه...!
ما هم د تېر په شان ترې د نفس د اشباع (مړيدو) غوښتنه وکړه ،نوموړې بيا هم انکار وکړ ، او ويې ژړل،زه سمدستي کورته لاړم ، دامې هم هلته په داسي حال کې پرېښوده چې نوره لوږې مرګ ته ور نږدې کړې ده ، بيايې را غږ کړ دالله جل جلاله د رضا ، او خوښۍ په وجه لږڅه راکړه چې ويې خورم ...؟ما ورته بيا د انکار خوله کږه کړه ! د تېر په څېرمې بيا ترېنه غوښتنه وکړه ...نوموړې نېکه مېرمن بياروانه شوه په خوله يې دا وينا جاري وه : د الله جل جلاله ترعذاب خو نو راته مرګ ډېرغوره دی !
ما هم پسې څار ونيوه نوموړې له ځان سره څه نظم زمزمه کوې ..... په نظم کې دالله جل جلاله عظمت (لويې) او کبريا ستايې د خپلې بې وزلې ، نادارې ښودنه ورته کوې ، او له خپله نفسه ورته شکايت کوې ، له نوموړي سړي سره له خپلې ماجری پرده پورته کوې. په نظم کې يې داسې ويښوونکې کيفيت انځورکړی چې هر څوك يې په ليدو ، اوريدو اغېزمن کېږي!!دايې وروستنی نظم دی :
سأتلفها في نيل حبك سيدي
عسی ان استوجب القرب والعتقا
ژباړه : په بيړه به خپل روح ستا له محبت نه ځار کړم ای الله جل جلاله شايد تا ته در نږدې ، او له عذاب نه دې لري شم!
تجار وايې : وينا يې په ما دومره اغېز وکړ ، چې نور مې د کاڼي په څېر سخت زړه داسې نرم شو چې ورته د ايمان رڼا په ډېره اساني لاره ومونده ، د ايمان په ستر نعمت برخمن شوم ، ايمان مې قبول کړ!نوموړې ته مې وويل : را وګرزه چې زما په کور کې کوم خوراکې توکې شته ، او تاته خوښ وې له هغوی نه خوراك وکړه ، څومره چې وړای شې هغومره در سره يوسه خاص د الله جل جلاله د خوښۍ په موخه ! نوموړې نيکې مېرمنې و الله جل جلاله ته لاس لپه کړ ، او ويې ويل : (اللهم کما انرت قلبه .. فاجب دعاءه...) اى الله لکه چې دده زړه دی په ايمان روښانه کړ ته يې دعا هم قبوله کړه خالي لاس يې مه پرېږده !
الله جل جلاله يې دعا قبوله کړه نوموړې ښځه يې په حلاله نکاح د تل له پاره د ژوند ملګرې کړه !!
او دابدې ژوندون له پاره يې د خپل حقيقي مالك له لوري د تلپاتې خوښۍ ، او نيکمرغۍ سند تر لاس کړ - ان شاءالله -
(وماذالك على الله بعزيز).
ماخذ: اصلاح البیوت