د خیر کار مه ځنډوئ!
عن حَكِيمُ بْنُ عُمَيْرٍ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَنْ فُتِحَ لَهُ بَابٌ مِنَ الْخَيْرِ فَلْيَنْتَهِزْهُ، فَإِنَّهُ لاَ يَدْرِي مَتَى يُغْلَقُ عَنْهُ.[الزهد لإبن مبارک116]ژباړه: حکيم بن عمير وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د چا لپاره چي کومه د خير دروازه خلاصه سي بس دي ورته ولاړ سي ځکه دی ندی خبر چي دغه دروازه کله پرده باندي تړل کيږي. يعني : کله چي د انسان لپاره د خير د کار دروازه خلاصيږي دستي دي هغه کار وکړي او ندي ځنډوي تر څو مخکي تر کولو د هغه ښه کار دغه دروازه ورباندي بنده نسي او د خیر د کار څخه محروم نسي.