تسعير د نرخ ټاکلو ته وايي ، سلطان او آمر ته نه ښايي چي د خلکو مالونو ته نرخ وټاکي ، ځکه خلک د خپلو شيانو مالکان دي ، دا د خلکو حق دى چي په څومره قيمت خپل شى خرڅوي او په څومره يې بيا نه پلوري .
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمايلي دي : تاسو د خلکو مالونو ته نرخ ما ټاکئ ، ځکه چي الله نرخ ايښونکى ، تنګي جوړونکى ، پراخي راوستونکى او رزق ورکونکى دى . (۱)
البته که د مالونو څښتنانو د شيانو د ارزښت څخه نرخونه ډېر زيات جګول او عامه خلکو ته يې ضرر رسېدى هلته بيا حاکم د عامه خلکو څخه د ضرر د مخنيوي د پاره د ژوندانه اړينو شيانو ته د فکر او نظر د څښتنانو په مشوره نرخ ټاکلاى سي .
خو د مالونو مالکان به په ټاکل سوي نرخ پلورلو ته نه اړ باسي ، بلکي پلورنکي به تر ټاکل سوي نرخ څخه په ګران قيمت د پلورلو څخه د عامه خلکو د مصلحت لکبله منع کوي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
---------
(۱): لَا تُسَعِّرُوا فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمُسَعِّرُ الْقَابِضُ الْبَاسِطُ الرَّازِق. الحدیث