تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۳۶۲)
نوم: عبدالحنان حمید
سوال : نن سبا په هر مجلس محفل او ملمستیا کښي Red Bull,Monster یا نوري انرژیان او بیر Beer د اوبو پر ځای استعمالیږی, که یې ونه چیښو د ټولو حاضرینو د تمسخر باعث ګرځو.او که یې وچیښو پدې بیا خبر نه یو چي دا حلال دي او که حرام، که ددې مشروباتو د حلال او حرام والي لږ معلومات راکړی ډیر به خوشهاله شو.
جواب : بیر چيښل جائز نه دي (۱) او په دا نورو دوو کي که سکر (نشه) یا مستي وي نو د هغو چیښل هم جائز نه دي (۲) او که نشه یا مستي پکښي نه وي نو بیايي چیښل جائز دي. د هر یوه تحقیق او څېړنه هم باید وسي چي له څه شي څخه جوړ دي.
جواب: مولوي سید عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): بیر Beer ایک قسم کي شراب هي جو جو سي بنائي جاتي هي. فیروز اللغات،ص۴۵۴- فیروز سنز
اس تعریف کي رو سي بئر مسکرات کي حکم مين هی اسلئي اسکا پینا جائز نهي. فتاوی محمودیة، ج۱۸، ص۱۸۴- حاشیه/ مفتی دارالعلوم دیوبند
(۲):لقوله صلی الله علیه وسلم: كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ. رواه مسلم، بحر ج۸، ص۲۱۸، رشیدیة
(۳): وَالْحَلَالُ منها أَرْبَعَةٌ نَبِيذُ التَّمْرِ وَالزَّبِيبِ إذَا طُبِخَ أَدْنَى طَبْخَةٍ وَإِنْ اشْتَدَّ إذَا شُرِبَ ما لَا يُسْكِرُ بِلَا لَهْوٍ وَطَرِبٍ. البحرالرائق ج۸، ص۲۱۸- رشیدیة