د رمضان المبارک آداب
راټولونه : بصیر يوسفزی /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د رمضان المبارک ( روژی ) له شانه سره سم ښه راغلاست لپاره د شعبان ( برات ) نه خپل ذهن تیار کړی، او د برات ( شعبان ) میاشتی له پنځلسمی د مخه روژی ونیسی د حضرت عایشی رضی الله عنها وينا ده چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم به د برات په میاشت کې تر نورو میاشتو زیاتی روژی نیولی.
په پوره مینه او هیله د روژی مبارکی د میاشتی د لیدلو کوښښ وکړی او د سپوږمی په لیدلو دا دعا ولولي:
الله أكبر اللهم أهله علينا بالأمن والإيمان والسلامة والإسلام، والتوفيق لما تحب وترضى ربنا وربک الله: الله جل جلاله تر هر څه لوی یې، الهی! دا میاشت زمونږ لپاره د امن، ایمان، سلامتيا او اسلام میاشت راوخیژوی او د هغو چارو توفیق راکړه چي ستا خوښ دی، ای سپوږمۍ زمونږ رب او ستا رب الله جل جلاله دی ) د هری میاشتی نوی سپوږمۍ چۍ ووینی همدا دعا ولولي ( جامع ترمذی، ابن حبان ]
د روژی په میاشت کې په ځانګړی توګه عبادت زیات وکړي، پر فرض لمونځونو سربیره په خصوصی توګه نوافل هم ادا کړي، او د زیات نه زیاتی نیکی ګټلو لپاره ملا وتړی، دا د ستر توب او برکت میاشت ده، د الله جل جلاله د ځانګړي بخشش او رحمت میاشت ده، د برات میاشتی په وروستي ورځ رسول الله صلى الله علیه وسلم د روژی د برکتونو په یادونه کي وفرمایل : خلکو ! پر تاسې د يوه ستر عظمت او برکت میاشت سیوری کیدونکی دي، دا هغه میاشت ده چي پکې يوه شپه (لیل القدر ) له زرو میاشتو نه غوره ده ، الله جل جلاله د دي میاشتی روژی فرض کړي ، او د شپی يې ( مسنون تراویح) نفل مقرر کړي دي، څوک چي په دې میاشت کې د زړه په غوښتنه نیک کار وکړي، د نورو میاشتو د فرضو په اندازه به اجر ومومي او څوک چي په دې میاشت کې فرض ادا کړي، الله جل جلاله به ورته د نورو میاشتو د اویا فرضونو اجر او ثواب ورکړي .
د روژی د میاشتی ټولي روژی په ذوق او مینه ونیسی او که کله د ناروغتیا له امله یا د کوم شرعی عذر له مخي روژی نشي نیولای بيا هم د روژی د درناوی په خاطر په ښکاره له څه خوړلو نه ځانونه وساتی او داسې اوسی چي ګواکی تاسې روژه ياست په ځانګړي توګه د قرآن مجید تلاوت زیات کوي د دی میاشتی له قرانکریم سره ځانګړي مناسبت دي، قران مجید په همدی میاشت کې نازل شو ي او نور آسمانۍ کتابونه هم په همدۍ میاشت کې نازل شوي دي، حضرت ابراهیم خلیل الله ته د همدی میاشتی په لومړی یا دریمه نیټه صحیفی وربخښل شوی وی، حضرت داود علیه السلام ته د همدی میاشتي په دولسمه یا اتلسمه نیټه زبور ورکړای شو، پر حضرت موسی علیه السلام د همدی میاشتي په شپږمه نیټه تورات نازل شو اوهمدارنګه حضرت عیسی علیه السلام ته هم د دي میاشتی په دولسمه یا دیارلسمه نیټه انجیل ورکړای شو.
نو ځکه په دي میاشت کې د قرآن مجید د زیات تلاوت کولو کوښښ وکړي، حضرت جبرائیل علیه السلام به هر کال د روژی په میاشت کې پیغمبر اکرم صلی الله عليه وسلم ته قرانکریم اور اوه او تری اوریده به يې او په وروستي کال کې يې دوه کرتی له هغه سره دور وکړ. قرآن عظیم ورو ورو او د ځان پوهولو سره سره تلاوت کړي له زیات تلاوت سره سره پری د ځان پوهولو او تری د اغیز اخیستلو هم کوښښ وکړی .
په تراویح کې د مکمل قرانکریم د لوستلو کوښښ وکړی، په روژه کې يو ځل قرانکریم اوریدل سنت دي د تراویح لمونځ په خشوع خضوع او مینه او ولوله سره ادا کړي، ژر ژر د شل رکعتو شمیر مه پوره کوي، بلکې لمونځ د لمونځ په څیر ادا کړي، چي ستاسي په ژوندانه يي اغیز پریوزي او له الله تعالی سره مو اړیکی کلکي شی، او چي الله توفیق در کړي د تهجد لمانځه کولوکښښ هم وکړي .
خیراتونه او صدقی ورکړي، د غريبانو، کونډو، أو يتيمانو له حاله ځان خبر کړي او د بي وسیلی خلکو لپاره د روژه ماتي او پیشلمی ( سحری ) انتظام وکړي د نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمان دي: دا د مواساتو ( همدردی ) میاشت ده، حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمایې چي نبی صلی الله عليه وسلم خو سخی و خو د رمضان په میاشت کې به يې سخاوت او فیاضی نوره هم زیاتیده، کله به چي حضرت جبرائیل عليه السلام هره شپه هغه ته راته او قران کریم به یې لوسته او اوریده، نو په هغو ورځو کې به نبی صلی الله عليه وسلم له تیزی چلیدونکی هوا نه هم زیات سخي ؤ.
د قدر په شپه زیات نه زیات نفلونه ادا کړي او د قران مجید تلاوت وکړي، د دی شپی اهمیت دا دي چي په دي شپه قران حمید نازل شوي، په قران مجید کې دي:
إِنَّآ أَنزَلْنَـٰهُ فِى لَيْلَةِ ٱلْقَدْرِ ﴿١﴾ وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا لَيْلَةُ ٱلْقَدْرِ ﴿٢﴾ لَيْلَةُ ٱلْقَدْرِ خَيْرٌۭ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍۢ ﴿٣﴾ تَنَزَّلُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ وَٱلرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍۢ ﴿٤﴾ سَلَـٰمٌ هِىَ حَتَّىٰ مَطْلَعِ ٱلْفَجْرِ ﴿٥﴾
( مونږ دا قرآن د قدر په شپه نازل کړ او ته څه پوهیږی، چې د قدر شپه څه شی ده، د قدر شپه له زرو میاشتو بهتره ده په دې شپه کې ملایکی اور حضرت جبریل د خپل پروردګار په حکم د هر کار د تنظیم له پاره را کوزيږي سلامتی او سلامتی وی ان تر دی چې سهار شي . په حديث شريف کي راغلي دي چي د قدر شپه د مبارکي روژی د میاشتی په وروستيو لسو شپو کي طاق شپي وي، په دي شپه دا دعا ووایاست : أللهم إنك عفو تحب العفو فاعف عني (الهی هم ته ډېر زیات بخښوونکي يي بخشش کول ستا خوښ دي نو ته ماته معافی وفرمایی (حصین حصين ) حضرت انس رضی الله تعالی عنه فرمايې يو كال د روژی میاشت راتلونکي وه نو نبی صلی الله عليه وسلم وفرمایل: خلکو پر تاسې يوه میاشت را روانه ده چي يوه شپه پکي له زرو میاشتو غوره ده، څوک دی میاشتی بي برخې پاتي سي هغه له ټول خير نه بی برخی پاتی شو او د دی شپی له خیر اور برکت نه هغه څوک بي برخي پاتي کیږي چي واقعی محروم وي اسنن ابن ماجه ]د روژی په وروستيو لسو کې اعتکاف وکړي، نبی صلی الله عليه وسلم به د روژی په وروستو لسو کې اعتکاف کاوه.
د حضرت عایشی رضی الله عنها وينا ده چي د روژی د ورستی لسيزه به را ورسیده نو نبی صلی الله عليه وسلم به د شپی زیات نه زیات ويښ و اوعبادت به يي کاوه اود کور والا و د پاڅیدو خيال يي هم کاوه او په پوره جذبه او په عاجزي سره به يي د الله جل جلاله بنده ګی کوله.
د روژی په میاشت کي د خلکو سره په ډېره نرمی او مهربانی رویه وکړي، مزدورانو ته زیات نه زیاتی اسانتیا وی برابري کړي او په پراخه زړه د هغوي اړتیاوي يي پوره کړي، او د کور خلکو سره هم د مهربانی او سخاوت سلوک وکړي.
او په ډېره عاجزی او مینه او ولوله سره زیاتي دعاګانی وکړي په دور منشور کي دي چي کله به د روژی میاشت راتله نو د نبی صلی الله عليه وسلم مبارک رنگ به بدلیده او په لمونځونو کي به يي زیاتوالی راته او په دعا کي به يي ډیره عاجزی کوله او ویره به پري ډیره غالبيده او په حدیث شریف کي دي چي الله جل جلاله په روژه کي عرض وړونکیو ملایکو ته حکم کوي، چي خپل عبادت پریږدی او د روژه نيوونکیو پر دعاگانو امين ووایاست و صدقه فطر ( سرسایه ) د زړه په مینه او اخلاص سره ورکوي او د اختر د لمانځه نه یي د مخه ورکوي، بلکي دومره يي د مخه ورکوی چي اړ اوبي وسي خلک په اسانتیا سره د اختر اړتیاوي پری پوره کړاي شی او هغوي هم له ټولو سره يو ځاي د اختر د لمانځه ځای ( عیدګاه ) ته ولاړ شي، او د اختر په خوشالیو کي ګډون وکړای شي .
په حدیث کې دی چي نبي صلی الله عليه وسلم د امت لپاره سر سایه په دي، خاطر ضروری کړي ده، چي هغه بی ځایه او بدی خبری چي له روژه دار نه پدره کې) په اسلام کي فحه اصابع[ سنن ابو داود .] شوي وي، کفاره وګرځي او د بي وسي مسکینانو د خوراک، څښاک چاره وشي د روژی په مبارکو ورځو کې پخپله د زیاتو نیکیو کولو سره سره نور وګړي هم په ډېره نرمی، هیله، مینه او حكمت سره د خیر کارونو ته وهڅوي، تر څو په ټوله فضا کې له الله د ویری خیر خوښوني او نیکي ولولي خپري شي، او ټولنه زیات نه زیات د روژی میاشتي له بي اندازی برکتونو نه ګټه واخلي.
ماخذ :داسلام کي دژوندانه آداب
www.taleemulislam.net