تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې مياشتي برکتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 19, 2021
  0

د روژې مياشتي برکتونه


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لومړی برکت:

 ددې مياشتي دا دی چي الله پاک دا مياشته د عظيم عبادت روژې لپاره ځانګړې کړې او تر نورو مياشتو يې ددې رتبه لوړه کړې لکه الله پاک چي فرمايي: فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْه.[ البقرة 185] ژباړه: څوک چي ستاسو څخه مياشت وويني نو حتما دي روژة ونيسي.


دا چي الله پاک دا میاشت دداسي عظیم عبادت لپاره ځانګړې کړه او د دغه عبادت یې وخت یې دغه میاشت وګرځوله دا خپله لوی برکت دی.
نو موږ باید ددې میاشتي قدر وپیژنو پدې میاشتي کي د عظیم عبادت ترڅنګ نور عبادتونه هم ډیر وکړو تر څو الله پاک مو د خپلو خاصو بندګانو څخه وګرځوي.

 

دویم برکت:

 

بل برکت ددې مياشتي دا دی چي الله پاک پدې مياشتي کي قرآن عظيم الشأن نازل کړی دی هغه قرآن چي د انسان د دنيوي او اخروي سعادت لپاره اساسي قانون دی لکه څنګه چي الله پاک فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ.[البقرة 185] ژباړه: د روژې مياشت هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل سوی دی، هغه قرآن چي د خلګو لپاره هدايت دی او د لارښووني او د حق او باطل تر مينځ د توپير کولو لپاره نښي دي.


نو موږ مسلمانان چي څومره قرآن ته احترام لرو، هغه پر خپل ژوند باندي حاکم بولو او خپله هره ستونزه پر قرآن باندي آواروو؛ د روژې د مبارکي میاشتي احترام هم باید ولرو او چي په کومو کارونو یې سمه لمانځنه او حق آداینه کیږي هماغه کارونه باید وکړو. 

 

دریم برکت:


بل برکت ددې مياشتي دا دی چي پدې مياشتي کي د جنتونو دروازې خلاصيږي او د دوږخونو دروازې تړل کيږي لکه ابوهريره رضي الله عنه چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي: إذا جاء رمضان فُتّحت أبواب الجنة وغُلّقت أبواب النار.[صحيح مسلم 2547] ژباړه: کله چي د روژې مياشت راسي نو د جنت دروازې خلاصي سي او د دوږخ دروازې بندي سي.


د جنت د دروازو خلاصېدل او د دوږخ د دروازو تړل کېدل کنایه ددې څخه ده چي د الله پاک د رحمتونو دروازې به خلاصیږي او د غضب دروازې به یې تړل کیږي، پر مؤمن باندي به ډېر ژر د الله پاک رحمتونه کیږي او عبادات به یې ډیر ژر د الله پاک په دربار کي د قبولیت درجې ته رسیږي چي په نتیجه کي به جنت ته داخلیږي او د دوږخ څخه به نجات پیدا کوي.


فایده: دا د مسلمانانو لپاره یو فرصت دی چي څوک یې په ارزښت پوه سي ارومرو ګټه ورڅخه پورته کوي او په ټوله کال کي بیا داسي فرصت د مسلمانانو په لاس نه راځي نو باید کوښښ وکړو چي ځانونه د جنت دروازو ته برابر کړو. 

 

څلورم برکت:


بل برکت ددې مياشت دا دی چي پدې مياشتي کي شيطانان تړل کيږي تر څو د الله پاک مخلص بندګان د هغوی د وسوسو او فتنو څخه نجات پيدا کړي لکه په حديث کي چي راځي: وصُفّدت الشياطين.[صحيح مسلم 2547] يعني د روژې د راتللو سره شيطانان تړل کيږي.


د شیطانانو د تړلو دوې معناوي دي یا دا چي ټوله هغه شیطانان به تړل کیږي كوم چي په نورو وختونو کي خلاص وه او په بندګانو یې ګناهونه کول یا پدې معنی سره چي د شیطانانو مشران به تړل کیږي کوم چي د انسانانو د بربادۍ لپاره او په انسانانو د ګناه کولو لپاره یې خپله هم کارونه کول او خپل نورو افرادو ته یې هم مسئولیتونه ورکول.


کله چي الله پاک شیطانان وتړي نو یواځي نفس پاتیږي چي انسان د ګمراهۍ لوري ته بیایي د نفس سره مقابله باید انسان په خپل توان سره وکړي، خپل نفس ضعیفه کړي او غوښتني یې ونه مني.


خو که څوک سمه روژه ونیسي، د سمي روژې د نیولو سره نفس خپله ضعیفه کیږي.

 

پنځم برکت:

 

بل برکت ددې مياشتي دا دی چي دا مياشت د سخاوت او پيرزويني مياشت ده له همدې کبله پدې مياشت کي رسول الله صلي الله عليه وسلم سخاوت ډېر کوی لکه په حديث کي چي راځي: كان رسول الله صلى الله عليهم وسلم أجود الناس وكان أجود ما يكون في رمضان.[متفق عليه] 


ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم تر ټولو خلګو سخي وو خو د روژې په مياشتي کي بيا بيخي ډېر سخي وو.


پدې خاطر چي پدې میاشتي کي د انسانانو نیک اعمال د دې ترڅنګ چي د قبلېدلو درجې ته ډېر نژدې دي څو برابره ورته حسابل کیږي نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پدې میاشتي کي ډېر سخاوت کوی او د نورو مسلمانانو لپاره هم پدې میاشتی کي سخاوت ډېر ثواب لري.

 

شپږم برکت:


بل برکت ددې مياشتي دا دی چي څوک روژاتي ته روژه مات ورکړي نو الله پاک به و ده ته د روژاتي ثواب ورکوي لکه په حديث کي چي راځي: من فطر صائماً كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيء. [مسند أحمد]


ژباړه: څوک چي روژاتي ته روژه مات ورکړي نو ده ته به د روژاتي غوندي مزدوري ورکول کيږي بېله دې چي د روژاتي د مزدورۍ څخه دي کوم شی کم کړل سي.


د روژاتي په ثواب باندي یواځي الله پاک خبر دی چي څومره به وي، دا پدې خاطر نه چي ثواب یې معلوم ندی بلکي پدې خاطر چي ثواب یې بیخي ډېر دی نو څومره ثواب چي هغه ته د روژې پر نیولو ورکول کیږي و هغه چاته به هم هغومره ثواب ورکول کیږي چي روژاتي ته روژه مات ورکوي.

 

اووم برکت:


بل برکت ددې مياشتي دا دی چي پدې مياشتي کي د پيشلمي په کولو کي الله پاک ډېر فضيلت ايښی دی لکه چي په حديث کي راځي: تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً.[متفق عليه]


ژباړه: پيشلمی وکړئ ځکه چي په پيشملي کي برکت دی.


زموږ او د اهل کتابو د روژې یو تفاوت پدغه کي دی چي موږ پیشلمی کوو دوی یې نکوي او د پیشلمي كول لکه په ظاهري معنی چي د الله پاک لخوا امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځانګړیتوب او احسان دی په معنوي لحاظ هم پر ډېرو برکتونو باندي مشتمل دی، پیشلمي ته کښیناستل ددې لامل جوړیږي چي انسان دي عبادت وکړي، ددې برکتناکه وخت د انوارو څخه دي برخمن سي او الهي رحمتونه دي ورباندی ووریږي.


د پیشلمي لپاره کوم خاص ټاکل سوی وخت نسته د شپې په آخرنۍ برخه کي د صبح دمېدلو څخه دي دومره وخت مخکي کښېني چي د صبح تر دمېدلو پوري په کافي اندازه خوراک او څښاک وکړي البته د صبح تر دمېدلو څو دقیقې مخکي باید پیشلمی بند کړل سي.


نور ان شاءالله بیا


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته