لیکنه: مولوي محمد مجاهد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اعتکاف او دهغه فضيلتونه په ډېرو احاديثو سره د نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه ثابت سوي دي ترټولو لوئ ثبوت يې دادئ چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خپل مدني ژوندکي هرکال اعتکاف کاوه . ماسوا د یوکال څخه چي هغه کال يې په جهاد کي د شريکيدو په وجه اعتکاف ونه کړ . خوبيايې هم په راتلونکي کال د هغه قضا راوړه (عن انس رضي الله عنه قال کان نبي صلی الله علیه وسلم یعتکف في العشرالاواخر من ر مضان فلم یعتکف عاماً فلما کان العام المقبل اعتکف عشرین. مشکوة) ژباړه : حضرت انس رضي الله عنه فرمایي : چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د روژې په اخري لسيزه کي اعتکاف کاوه یو کال يې اعتکاف ونه کی نو راتلونکی کال يې شل ورځي اعتکاف وکړ .
(عن عائشه رضي الله عنها ان النبي صلی الله علیه وسلم کان یعتکف في العشرالاواخر من ر مضان حتي توفاه الله ثم اعتکف ازواجه من بعده. مشکوة ) ژباړه : د حضرت عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د روژې په اخري کي اعتکاف کاوه تر هغه وخت پوري چي دی مبارک وفات کېدئ بياتر دنبي کریم صلی الله علیه وسلم وروسته ازواجو مطهراتو اعتکاف کوی .
د اعتکاف فضایل: د ابن عباس رضي الله عنها څخه روايت دى چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي :
ومن اعتكف يوما ابتغاء وجه الله تعالى جعل الله بينه وبين النار ثلاث خنادق أبعد مما بين الخافقين. (الترغيب الترهيب)
ژباړه:کوم څوک چي الله جل جلاله د رضا لپاره یوه ورځ اعتکاف وکړي نو الله پاک به د ده او د جهنم تر منځ دیوه حائل او پردې په توګه درې دومره لوی خندقونه جوړکړي چي د هغوئ په منځ کي واټن د شرق او غرب د واټن څخه هم زیات وي
د اعتکاف حقيقت: د اعتکاف حقيقت دا دئ چي انسان د څه وخت لپاره په مسجد کي د اعتکاف په نيت کښېني. داعتکاف لپاره خو وخت نه دئ معلوم خو بياهم چي څومره وخت د اعتکاف په نيت په مسجد کي تېرکړي هغه نفلي بلل کېږي. البته د روژې د مياشتي چي کوم مسنون اعتکاف دی د هغه لپاره د لسو ورځو موده تعين سوېده ددغه لسو ورځو څخه کم سنت اعتکاف نه ادا کېږي . همدا ډول واجب اعتکاف یعني چاچي اعتکاف نذر کړی وي نو هغه اعتکاف د یوې ورځي یوې شپې څخه کم نه اداکېږي .
د اعتکاف ډولونه: داعتکاف درې ډولونه دي:
لمړی واجب دوهم سنت دريم مستحب.
واجب هغه اعتکاف دی چي هغه نذر کړل سی که هغه نظر مطلق وي او که غیر مطلق وي. د مطلق مثال لکه څوک چي بېله کوم شرطه د اعتکاف نذر وکړي چي فلانی وخت به زه اعتکاف کوم .
اوغير مطلق اعتکاف لکه یو څوک چي دا شرط کړي که چيري زما فلانی کار وسي نو زه به اعتکاف کوم . سنت مئوکد اعتکاف هغه دی چي د روژې د مياشتي په اخيري لسو شپوکي اعتکاف کول د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه په پا بندی سره په صحيح احاديثو کي را نقل سوى وئ . که څه هم د کلي د بعضو خلکو په کولو سره د ټولو غاړي خلاصېږي. مستحب اعتکاف هغه دی چي د روژې د اخيري لسو ورځو څخه ماسېوا په یو بل وخت کي اعتکاف وسي. که څه هم د روژې په اولو لسو ورځو کي وي یا د منځ په لسو و رځو کي وي . یا په یوه بله مياشت کي وي .
د اعتکاف شرطونه: د عاقل مسلمان اعتکاف هغه مهال صحيح کېږي چي د اعتکاف په نيت په مسجد کي پاته سي ځکه، د اعتکاف لپاره نيت شرط دى.
دوهم : شرط د طهارة دی یعني دجنابت،حيض اونفاس څخه پاکي ځکه دوى درې سره د مسجد څخه منع کړل سوي دي (هندیه)
د اعتکاف مستحبات
۱ـ په اعتکاف کي ښې او نيکي خبري کول
۲ـ د روژې د مياشتي د اخيري لسو ورځو د پوره اعتکاف کوښښ کو ل .
۳ـ حتی الامکان په مسجدکي اعتکاف کول .
۴ـ د خپل توان سره سم په خپلو وختوکي ترټولو ډېر وخت په عبادت کي تېرول مثلا نفل، دقران کریم تلاوت کول،د ديني کتابونو مطالعه،د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سپېڅلی سيرت کتل.
۵ـ او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم مسنون اذکار یا تسبيحات ویل .
۶ـ درود شريف ډېر ویل او ترټولو بهتر درود ابرهيمي کوم چي په لمانځه کي ویل کیږي .۷ـ صلوةالتسبیح کول چي په هغه سره لس ډوله ګناهونه معافیږي نو ځکه هره ورځ صلوةالتسبیح کول پکار دي .
۸ـ د اشراق او څاښت لمونځو کول همدا رنګه دا وا بین او تهجد لمانځه خاص کوښښ کول پکار دي
۹ـ د سهار د جماعت وروسته بيا تر لمر ختلوپوري او د ماذيګرتر لمانځه وروسته بيا د ماښام تر اذانه پوري د الله جل جلاله ذکرکول او یا تلاوت کول.
۱۰ـ د شب قدر په پنځو سره ورځوکي د عبادت کولو کوښښ کول .
۱۱ـ اعتکاف کونکي ته پکار ده چي په خپل قول اوعمل سره لمونځ کونکوته هيڅ قسم تکليف ونه رسوي او په دې باره کي ډېر فکرکول پکار دي.
د اعتکاف اداب: څرنګه چي د اعتکاف مقصد دادئ چي انسان د نورو ټولومصروفېتونو څخه ځان یوه طرف ته کړي او دالله جل جلاله طرفته متوجه سي ځکه په اعتکاف کي د بې ضرورته کارونو یا خبروکولو څخه ځان ساتل پکار دي . او کوم وخت چي پيداسي باید دقران کریم په تلاوت ،نفلو او داسي نورو عبادتونو کي تېرسي (احکام اعتکاف )
په اعتکاف کي مباح شيان: د اعتکاف په وخت کي لاندي کارونه بېله کرا هته جائز دي
۱ـ معتکف په مسجد کي خوراک، چيښاک، ناسته ،ولاړه او ارام کولای سي
۲ـ معتکف رانيول او خر څول د خپل ژوند د ضرورت د شیانو کولای سي
۳ـ معتکف د ځان سره د خوراک سامان ايښودلای سي
۴ـ معتکف د رانيولو شی په مسجدکي کتلای سي
۵ـ معتکف کولای سي چي کالي بدلول ،عطر وهل اودا سي نور د نظافت کارونه تر سره کړي
۶ـ معتکف خپله يا دبل نکاح تړلای سي.
۷ـ معتکف که ډاکټر وي په اعتکاف کي مریضان کتلای سي .
۸ـ معتکف ته د نوکانو پرېکول ،برېتونه کوچني کول جائز دي.
فائده: کوم کارونه چي د اعتکاف لپاره مفسد او مکروه نه وي او هغه په خپل ځان کي حلال وي هغه ټول د اعتکاف په حال کي جائز دي .
د اعتکاف مکروهات: د اعتکاف په حال کي دا لاندي کارونه مکروه دي:
۱ـ پټه خوله د عبادت په نيت کښېناستل ځکه په شریعت مقدسه کي چپ والي عبادت نه بلل کیږي .۲ـ معتکف ته د اړتیا پرته بېله ضرورته او بي ځایه خبري کول.۳ـ د معتکف لپاره و مسجد ته د تجارت سامان د خرڅولو لپاره راوړل.
د اعتکاف مفسدات: د اعتکاف په حال کي دغه لاندي کارونه کول واجب او نفلي اعتکاف فاسد وي:
۱ـ که معتکف د اړتیا پرته د مسجد څخه د شپې یا د ورځي قصدا یا په هېره لږ ګړى ووځي اعتکاف يې فاسدیږي.البته دا د ابو حنيفه رحمة الله علیه په آند. خو د ابو يو سف او محمد رحمةالله عليهما په آند که تر نيمي ورځي زيات ووځي اعتکاف يې فاسد کېږي او که لږګړى ووځي اعتکاف يې نه فاسد کېږي.
۲ـ که معتکف دچا د فاتحي یا مريض پوښتني ته ولاړسي اعتکاف يې ماتېږي .
۳ـ که معتکف یوچا د مسجد څخه په زور و ايستی اعتکاف يې فاسدېږي
۴ـ که معتکف د ډوډۍ لپاره د مسجد څخه ووتئ اعتکاف يې فاسدېږي
۵ـ که معتکف قصدا روژه ماته کړي اعتکاف يې فاسدېږي.
۶ـ که معتکف بې سده یا لېونی سي اعتکاف يې فاسدېږي.
یادونه : د اعتکاف د نورو مسائلواو د دغه مضمون اړوند ه د مسائلو د حوالو لپاره د اشرفيې مدرسې څخه د روژې د فضائلو او مسائلو په نامه باندي کتاب ته مراجعه وکړی. د روژې د فضائلو او احکامو په اړه کتاب د لاندي پیوند څخه کښته کولای سی: د روژې فضائل او احکام
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه
___________________