د کومي روژې د ماتولو اجازه چي شرعاً نه وي
د حضرت ابوهريرة(رضي الله عنه)څخه روايت دى چي نبي کريم(صلی الله عليه وسلم)و فرمايل :
من افطر يوما في رمضان من غير رخصة ولا مرض لم يقض عنه صوم الدهر کله و ان صامه. (مشکوة صــ ١٧٧ جــ ١)ترجمه : (د کومي روژې د ماتولو اجازه چي شرعاً نه وي او نه داسي ناروغه وي چي د روژې توان نه لري، نوکه چيري هغه د روژې د مياشتي يوه روژه نه ونيسي، د ټول عمر روژه نيول به د هغې يوې روژې ځاي ونه نيسي که څه هم ټول عمر (پرطريقه د قضاء) روژه ونيسي.