تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بازار یوه صحنه
 
  February 5, 2016
  0

 

د بازار یوه صحنه


رالېږونکی: محمد نسیم

څه موده مخکي مي په بازار کي یوه عجبه دردونکې صحنه ولیدل.
پر سړک راروان یم چي ګورم په بازار کي د یوې ښځي د بل نفر (چي لېور يې دی) سره شخړه وه، زه متوجه یم چي اوس قصه څه شي ده؟! 

په دې حال کي یو دوکاندار راغلی ويل د الله په خاطر کور ته ولاړه سه! ښځه نه تلل د خپل لېور سره جنګ کوی او پر هغه د بې حیایی تور تړي او په عین حال کي وايي چي لېور دي دغه زما لېړۍ را خالي کړي (دا لیړۍ ددغي ښځي وه) ،  ښځه بالاخره وايي چي ما او لېور تلوېزون کتی او ده لاس را واچوی.... دلته ښځه دوه مشکله بیانوي، د لیړۍ غوښتل او دغه تور پر لېور تړل.....

د دوی دوو په جنجال سره نور زیات خلګ راجمع سول، وروسته د ښځي خاوند راغلی ښځي ته وايي چي کور ته ولاړه سه ښځه نه ځي.... وای طلاق درکوم ولاړه سه، خو ښځه نه ځي وای زما لیړۍ را خالي کړی.

ښځي ته خلګ توصیه کوي چي ولاړه سه کور ته، مېړه هم اخطارونه ورکوي چي ولاړه سه طلاق درکوم خو دا نه ځي... بالاخره خاوند یې ځای پر ځای درې طلاقه ورکړل چي په دې سره هم شاوخوا خلګ سخت غمجن سول او هم ښځه په ژړا سوه.....

قصې ته په کتو سره دوه درسه لاس ته راځي چي امت اکثره ددې هیڅ باک نه کوي:

۱: ستر او حجاب نه مراعتول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم د لېور څخه ستر نه کول مرګ بللی دی، یعني لکه مرګ چي خطرناکه دی لېور هم دغسي خطرناکه دی خو امت په دې پروا نه کوي، د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ناراضه کولو ته تیار دی خو ستر ته تیار نه دی.

۲: تلوېزون: دا د فسق بکس چي امت يې څومره فحشاء، منکراتو او بې دینۍ ته رهبري کړی دی بل هیڅ شی نه دی کړی خو بیا هم څومره کورنۍ سته چي د تلوېزون پر ګټو دلایل وايي، زیانونه یې صرف نظر کوي چي په نتیجه کي دا او دې ته ورته نور شرمنده ګۍ رامنځ ته سي.

ایا څوک سته چي دغه دوو خبرو ته د الله عزوجل په خاطر توجه وکړي؟!

فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته