پر کوچنیانو سلام ویل
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالک أَنَّهُ مَرَّ عَلَى صِبْیَانٍ فَسَلَّمَ عَلَیْهِمْ، وَقَالَ: کَانَ النَّبِیُّ صلی الله علیه وسلم یَفْعَلُهُ.[۱] متفق عليه / صحیح مسلم ۲۱۶۸
ژباړه: له انس بن مالکــ رضي الله عنه څخه روایت دئ، چي هغه د څو ماشومانو په څنگ کي تېرېدل او پر هغو ئې سلام واچوی او وې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دغه فعل ترسره کوی.