لیکنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
خپلي تېروتني ومنئ
موږ انسانان يو، ټول انسانان خطا کوي؛ نو غوره ده چي خپلي تېروتني ومنو او په راتلونکي وخت او فرصتونو کي د دې تېروتنو د جبرانولو هڅه وکړو. هیڅکله اړتیا نسته چي خپل ځان ته سزا ورکړو. په حقیقت کي، د تېروتنو منل یوازینۍ لار ده چي موږ کولای سو د خپلو غلطیو لپاره بخښنه وکړو.