په ښه ښځه کي کوم صفتونه په کار دي؟
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اهل الله ليکلي دي چې په ښځو کې څلور صفات ضرور په کار دي :
(۱): اول صفت دا چې د هغې پر مخ حيا وي، دا خبره بنیادی حیثیت لري چې د کومی ښځي پر مخ چي حيا وي، د هغې زړه به هم له حیا څخه ډک وي، مشهور متل دی چې مخ د انسان زړه هینداره وي.
حضرت ابوبکر صدیق (رضي الله عنه) قول دی چې په خلکو کې هم حیا بهتره ده خو په ښځو کې بهترینه ده .
(۲): د و هم صفت دا چي ژبه یې خوږه وي یعني چي څه وایي پر غوږونو ښه لګیږي ، دا نه چي هر وخت خاوند ته بد او رد وایي او ماشومان په نه څه خبره رټي.
(۳): دریم صفت دا چي د هغې په زړه کي نېكي وي.
(۴): څلورم صفت دا چي هغه هر وخت په کار روزگار کي مشغوله وي.
داصفتونه چې په کومه ښځه کي وي، هغه یقینا د بهتریني ښځي په حیثیت سره ژوند تېرولای سي.
ماخذ : پاشلي ملغلري
www.taleemulislam.net