قدرمنو کتونکو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
دا چي د حج شپې او ورځي رانژدې کيږي او حاجيان صاحبان کوښښ کوي تر څو د حج مناسک زده کړي. نو ددغه ضرورت په پام کي نيولو سره د تعلیم الاسلام راډيو ادارې د ډیره وخته يوه په زړه پوري خپرونه (د حاجيانو کافله) په نامه ترتيب کړې ده چي د حج اړوند معلومات په تفصيل سره پکښي بیان سويدي.
نو که په تاسو کي څوک سږ کال د حج اراده لري او يا دوست او ملګری يې تلونکی وي نو کولای سی د حج د مناسکو دا خپرونه واوری کوم چي په کندهار کي د تعلیم الاسلام راډیو د لاري د افغانستان پر وخت پر ۸۹،۷ ایف ایم نشريږي.
یادونه: همدا خپرونه د تعلیم الاسلام راډيو د نورو څانګو د لاري هم اورېدلای سی لکه د هلمند، ارزګان، فراه، نیمروز، زابل او سپین بولدک څانګي.
ددې خپرونې ترڅنګ کولای سي چي د تعلیم الاسلام ادارې د لاري د حج د مناسکو په زړه پوري کتاب (د حج ښه ملګری) په پښتو او (همسفر حج) په دری ژبه د همدې ویب پاڼې د کتابتون د لاري کښته او بیا مطالعه کړی.
په درناوي
اداره