نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: ايا زه تاسو ته هغه څه ونه ښايم چي په هغه سره الله ستاسو ګناهونه محوه کوي؟ او درجې مو په لوړوي؟ صحابه کرامو رضي الله عنهم ورته وويل چي هو! ای د الله تعالی رسوله! رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د تکليفونو په وخت کي پوره اودس تازه کول او مسجدونو لره زيات قدمونه اخيستل او د يوه لمانځه څخه وروسته د بل لمانځه انتظار ايستل. همدغه رباط دی (کوم چي الله پاک زيات ثوابونه پر درکوي). اخرجه مسلم و مالک