د قضاء عمري حقیقت
ژباړه: محمد عیسیٰ /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
فتوی: شیخ الاسلام مفتي محمد تقی عثماني حفظه الله تعالی
سوال: ډاکټره فرحت هاشمی د قرآن کریم درس ورکوي، په دې خبره ډېر زور کوي چي ' قضاء عمري' مسئله چي په خلګو کي مشهوره ده چي(کم سړي که د ډېر وخت څخه لمونځونه نه وي کړي بیا هغه لمونځونه شروع کړي نو هغه باید د قضاء عمري په ډول لمونځ وکړي) په قرآن او سنت کي د دې هیڅ ثبوت نسته. بلکي پخواني لمونځونه چي څومره هم قضاء سوی وي د هغو تلافي یواځي په روژه سره کیږي. د دومره ډېرو لمونځو هیڅ حاجت نسته.
په مهرباني سره که تاسو دا روښانه کړه چي ایا په شریعت کي د قضاء سوو لمونځونو قضاء راوړل نسته؟ ایا په څلورو امامانو کي یا په فقهاؤ کي داسي څوک سته چي مذهب یې دا وي چي د ډیرو قضاء سوو لمونځونو قضاء نسته بلکي توبه دی وکاږي، او د قضاء عمري ضرورت نسته؟ که چیری د هغې دغه خبره غلطه وي نو ایا د هغې پر درس باندي باور کولای سو؟ همدارنګه که د قضاء عمري ضرورت وي نو صحیح طریقه یې څه ده؟ محمد رضوان کراچي.
الجواب حامدا ومصلیا
په صحیح بخاري کي د حضرت انس بن مالک(رضی الله عنه) څخه د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) دا ارشاد مبارک مروی دی چي: من نسی صلاة فلیصل اذا ذکرها، لا کفارة لها الا ذالک. صیحیح البخاری، باب المواقیت، باب ۳۷ حدیث ۵۹۷.
ژباړه: د چا څخه چي لمونځ کول هېر سي نو پر هغه لازمه ده چي، کله هم ور په یاد سي هغه لمونځ دی ادا کړي د دې څخه ماسیوا بله هیڅ کفاره نسته.
په صحیح مسلم کي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) دا ارشاد مبارک مروی دي چي: اذا رقد احدکم عن الصلاة اوغفل عنها فلیصلها اذا ذکرها فان الله عزوجل یقول: اقم الصلاة لذکری. صحیح مسلم اخر کتاب المساجد حدیث ۱۵۶۹.
ژباړه: په تاسو کي چي څوک لمونځ د خوب یا هم د غفلت د وجهي یې پرېږدي نو چي کله مو هم په یاد سي هغه لمونځ دی ادا کړي ځکه الله عزوجل فرمایي: اقم الصلاة لذکری(زما د په یاد راتللو سره لمونځ وکړه)
او په سنن نسائی کي مروي دی :
سئل رسول الله(صلی الله عليه وسلم) عن الرجل یرقد عن الصلاة او یغفل عنها، قال: کفارتها ان یصلیها اذا ذکرها. سنن نسائی، کتاب المواقیت، باب فیمن نام عن الصلاة مخ ۷۱ ج۱.
ژباړه: د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) څخه د هغه شخص په اړه وپوښتل سوه چي لمونځ د خوب یا د غفلت په خاطر پرېږدي، رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمایل چي د دې کفاره دا ده چي کله هم لمونځ ور په یاد سي ادا دي یې کړي.
په دغو احادیوثو کي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) دا اصول بیان کړه چي کله هم د یو انسان څخه لمونځ قضاء سي نو پر ده لازمه ده چي د تنبې څخه وروسته قضاء راوړي، که د هېري د وجهي دغه لمونځ ځیني پاته سوی وي او که د خوب یا د غفلت د وجهي وي. په صحیح مسلم او سنن نسائی کي چي د دې آیت حواله ورکړل سوې ده چي " اقم الصلاة لذکری" دا یې واضح کړي دی چي په دغه آیت قرانی کي د قضاء سوي لمونځ حکم هم شامل دئ. او د آیت مطلب هم دا دي چي کله هم انسان د الله عزوجل په دغه فریضه باندي تنبیه سي نو هغه به لمونځ کوي.
د دغه اصول د بیانولو په وخت کي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د لمونځو تعداد نه دي تعین کړي چي په دومره تعداد کي د لمونځو قضاء واجب ده، کله چي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) څخه په غزوه خندق کي لمونځونه قضاء سوه، نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د هغو ټولو قضاء راوړل (ادا یې کړل). دغه واقعه د حدیثو په ټولو کتابو کي سته، په دغه وخت رسول الله(صلی الله عليه وسلم) نه وویل چي که چیري د چا څخه ډېر لمونځونه قضاء سوه پر هغه یې قضاء واجب نه ده. دا یو مسلّم اصول دی چي کله هم د قرآن او سنت څخه یو عام حکم راسي نو د هغه د هر جزء لپاره جلا حکم نه ورکول کیږي او نه هم د دې ضرورت سته، مثلاً په قران کریم کي د روژو د فرضیت د ذکر څخه یې وروسته دا فرمایلي دی:
" فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ " یعني په تاسو کي چي څوک مریض وي یا هم په سفر کي وي نو په نورو ورځو کي د ي هغه (څومره چي ځیني قضاء سوی وی) روژوې ونیسي.
په دغه آیت کریمه کي یې عام حکم ورکړی دي چي کله هم روژه د د ناروغي یا د سفر په سبب ونه نیسي نو وروسته یې قضاء راوړي. په دې کي یې دا نه دي بیان کړي او نه یې ضرورت سته چي د یوه رمضان روژې د پاته کېدو حکم دادئ، یا د دوو رمضانو د روژو د پاته کېدو حکم دا دئ، بلکي یو عام حکم دی چي د روژو د پاته کېدو د ټولو صورتونو لپاره دی. وس که د چا څخه د دوو رمضانو روژې قضاء سوی وي او هغه د دلیل مطالبه وکړي چي د دوو رمضانو د روژو جلا حکم باید وي نو دا غلطه او جاهلانه غوښتنه ده، دغه رقم د ډیرو لمونځو د قضاء د راوړلو لپاره د جلا حکم غوښتنه هم غلطه ده. حقیقت دا دي چي که څوک د عام حکم څخه د استثناء دعوه کوي نو دلیل د هغه پر غاړه دی چي د قرآن او حدیث څخه دی مستثنی کېدل ثابته کړي، ګنې په قرآن او سنت کي چي استثنا مذکور نه وي عام حکم پر خپل ځای پاته دی.
لکه څنګه چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) په لوړ احادیثو کي د قضاء لمونځونو حکم بیان کړي نو فقهاء امت د هغه تصریح کوی چي لمونځونه که څه هم ډېر وی د هغه قضاء لازمی ده. مشهوره حنفي عالم ابن نجیم رحمه الله کاږي:
فالأصل فیه ان کل صلاة فاتت عن الوقت بعد ثبوت وجوبها فیه فانه یلزمه قضاؤها، سواء ترکها عمدا او سهوا او بسبب نوم، وساء کانت الفوائت قلیلة او کثیرة. البحر الرائق ج۲مخ ۱۴۱ .
ژباړه: په دې باره کي اصول دا دي چي هر لمونځ چي کله د واجب کېدولو څخه وروسته پاته سي د هغه قضاء راوړل لازمه ده، که څه هم په قصد سره وي، یا په هېره سره وي، یا د خوب په سبب وي که ډېر وی اوکه لږ وي.
دا موقف یواځي د حنفي علماؤ نه دي بلکي د شافعي، مالکي، او حنبلي د ټولو مکاتب فکر پر دې باندي اتفاق دئ او پر متفق دي. امام مالک رحمه الله فرمايي:
من نسی صلوات کثیرة او ترک صلوات کثیرة فلیصل علی قدر طاقته، و لیذهب الی حوائجه، فاذا فرغ من حوائجه صلی ایضا ما بقی علیه حتی یاتی علی جمیع ما نسی او ترک. المدونة الکبری للامام مالک مخ ۲۱۵ .
ژباړه: د چا څخه چي د ډېرو لمونځونو کول هېر سوی وه یا یې پرېښولي وه، نو پر هغه لازمه ده چي د خپل طاقت په اندازه هغه پرېښولي لمونځونه راوګرځوی، او د خپلو ضروریاتو لپاره دي ولاړ سي، کله چي فارغه سي هغه پاته دي راوګرځوی (قضاء دي یې ادا کړي) تر داسي حده چي هغه ټوله لمونځونه یې پوره سي چي ځیني قضاء سوي وه یا ځیني پاته سوی وه.
د امام مالک د دې خبري تشریح مالکي عالم علامه دسوقي رحمه الله داسي کوي:
فیکفی ان یقضی فی الیوم الواحد صلاة یومین فأکثر، ولا یکفی قضاء صلاة یوم فی یوم الا اذا خشی ضیاع عیاله ان قضی اکثر من یوم فی یوم، وفی ..... اجوبة ابن رشد انه انما امر بتعجیل قضاء الفوائت خوف معالجة الموت، و حینئذ فیجوز التاخیر لمدة بحیث یغلب علی الظن وفاؤه بها فیها . حاشیة الدسوقی علی شرح الکبیر ج۱ مخ ۲۶۳
ژباړه: دومره کافي ده چي په یوه ورځ کي د دوو ورځو یا د ډېرو ورځو د لمونځونه قضاء راوړي، دا کافي نه ده چي په یوه ورځ کي د یوې ورځي د لمونځونو قضاء راوړي خو که د عیال د ضایعه کېدلو بېره وه ..... او علامه ابن رشد رحمه الله په جوابونو کي دا خبره راغلې ده چي د قضاء راوړلو حکم په دې سبب ږر ورکول سوی دی چي د مرګ ورته رانه سي، نو د دومره وخت لپاره یې ځنډه ولای سي په کوم کي چي دا غالب ګمان وي چي په دې کي لمونځونه پوره کیږي.
د امام احمد بن حنبل رحمه الله مذهب هم دې ته نږدې دي، علامه مرادویرحمه الله چي د امام احمد رحمه الله د مذهب باوري ناقل دی داسي وایي:
(ومن فاتته صلوات لزمه قضاؤها علی الفور) هذا المذهب نص علیه وعلیه جماهیر الاصحاب وقطع به کثیر منهم ...... قوله "لزمه قضاؤها علی الفور" مقید بما اذلم یتضرر فی بدنه او معیشته یحتاجها، فان تضرر بسبب ذالک سقطت الفوریة. الانصاف للمرادوی ج۱مخ ۴۴۲.
ژباړه: او د چا چي ډېر لمونځونه قضاء کړي وي پر هغه باندي واجب ده چي ژر تر ژره یې قضاء راوړي. دا مذهب د کم چي تصریح سوې ده، او د حنبلي اصحابو(علماؤ) د اکثریتو دا خبره ده چي د قضاء راوړل ژر تر ءره واجب ده،او ډېرو په قطعي توګه دا ویلي دي..... البته ژر تر ژره د لمانځه قضاء راوړل په شرط باندي مقید دی چي د دې په نتیجه کي باید جسمي او مالي توان پېښ نه سي، که چیری توان پېښیږي نو د ژر تر ژره حکم ساقط دی ،البته په تاخیر سره کول ئې بیا جائز دي.
امام شافعی (رحمه الله) دا تفصیل ورکړي چي که چیري د لمونځونه د عذر په سبب ځیني پاته سوی وه د فوري ادائګي پر ځای تاخیر کولای سی (جائز دی)، خو که د عذر په سبب یې نه پرې ایښي نو بیا دي یې ژر تر ژره ادا کول ضروری دی:
(من فاتته) ...... (مکثوبة) فاکثر (قضی) ما فاته بعذر او غیره، نعم غیر المعذور یلزمه القضاء فورا، ویظهر انه یلزمه صرف جمیع زمنه للقضاء ماعد اما یجتاج لصرفه فیما لا بد منه (فتح الجواد ج۱ مخ ۲۲۳)
ژباړه: د چا څخه چي ډېر لمونځونه قضاء سوی وي، نو پر ده لازمه ده چي د هغو قضاء راوړي، که څه هم د عذر په سبب ځیني قضاء سوي وي او که یې په قصد سره پرې ایښي وي. وو که چا بېله د کوم عذر په سبب لمونځونه پرې ایښي وي پر هغه باندي قضاء راوړل په فوري توګه لازمه ده. او ظاهره خبره ده چي دی به خپل ټوله وخت د دغو لمونځونه په قضاء کي تېره وي بېله دومره وخته چي دی خپل ضروري کارونه په کښي کوی.
علامه ابن تیمیه (رحمه الله) هم د فقهاؤ دا مذهب رانقلوی او اتفاق ورسره کوي، دی وايي:
و من علیه فائته فعلیه ان بیا رالی قضاءها علی الفور سواء فائته عمدا او سهوا عند جمهور العلماء کمالک، وا حمد وابی حنیفه (رحمهم الله) و غیرهم. و کذالک الراجخ فی مذهب الشافعی (رحمه الله) انها اذا فائت عمدا کان فضاؤها واجبا علی الفور. (فتاوی شیخ الاسلام ابن تیمیه ج۲۳ مخ ۲۵۹)
ژباړه: د چا پر غاړه چي قضاء سوي لمونځونه وي پر هغه واجب ده چي د هغه قضاء ژر تر ژره راوړي (ادا کړي)، که څه هم په قصد یې پرې ایښي او که په سهوه سره وي، دغه مذهب د جمهورو علماؤ دی لکه امام مالک، امام احمد او امام ابوحنیفه (رحمهم الله). د امام شافعی (رحمه الله) په وړاندي دا راجح ده چي که چا په قصد سره لمونځونه قضاء کړی وه پر هغه واجب ده چي ږر تر ږره یې قضاء ادا کړي.
د علامه ابن تیمیه (رحمه الله) څخه وپوښتل سوه چي: رجل علیه صلوات کثیرة فائته، هل یصلیها بسننها؟ ام الفریضة وحدها؟
ژباړه: د چا څخه چي ډېر لمونځونه قضاء سوی وي ایا هغه د سنتو قضائی هم ادا کړي؟ که یواځي د فرائضو قضائی ادا کړي؟
علامه ابن تیمیه (رحمه الله) جواب ورکوي چي:
المسارعة الی قضاء الفوائت الکثیرة اولی من الاشتغال عنها بالنوافل. و اما مع قلة الفوائت فقضاء السنن معها حسن. (فتاوی شیخ الاسلام ابن تیمیه ج۲۲ مخ ۱۰۴)
ژباړه: که چیري قضاء سوي لمونځونه ډېر وي نو د هغو قضاء تر نفلي لمونځو تر مشغولتیا ښه ده. که چیري قضاء سوی لمونځونه لږ وی نو د سنتونو قضاء ادا کول ښه ده.
د دې تفصیل څخه دا خبره روښانه کیږي چي د فقهاؤ تر منځ دا خبره تر بحث لاندي راغلې وه چي په قضاء سوی لمونځو باندي تر تنبې وروسته قضاء ادا کول فورا پر واجب کیږي، یا تاخیر کولای سي، او د تاخیر په صورت کي هره ورځ د څومره لمونځو قضاء ادا کول لازمه ده، همدارنګه یواځي د فرضو قضاء ادا کول لازم دی او که د سنتو دا هم؟ او د قضاء ادا کولو په وخت کي د لمونځو تر منځ ترتیب ضروری دی او که نه دی؟ خو په دې مسئلې کي د پېژندل سوو فقهاؤ تر منځ هیڅ اختلاف نسته چي لمونځ که څومره هم ډېر وي د هغو قضاء د انسان پر غاړه لازمه ده، او رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د ارشاد مطابق د قرآن کریم د آیت «اقم الصلاة لذکری» مفهوم کي دا خبره شامله ده چي د تنبیه کېدلو څخه وروسته انسان باید د خپلو قضاء سوو لمونځو فکر وکړي. او په قرآن او سنت کي هیڅ دلیل نسته چي پر دې دلالت وکړي چي که قضاء سوي لمونځونه ډېر وه د هغو قضاء ادا کول نسته. دا رقم هم دا یو عجیبه موقف دی چي که چیري لږ لمونځونه وه د هغو قضاء واجب ده او که ډېر وه د هغو قضاء بیا واجب نه ده؟ بیا نو څوک سته چي د لږو لمونځو تعداد او د ډېرو لمونځو تعداد مقرره کړي؟
دا خبره بالکل واضح ده چي هر انسان چي بالغه سي پر هغه باندي لمونځونه فرض کیږي، او دا د لمانځه فریضه تر هري شرعي فریضې مهمه فریضه ده او ډېر ټینګار پر سوی دئ، او دا هم یو مسلّم اصول دي چي که چیري یوه فریضه په قطعي دلائلو سره ثابته وي نو هغه د یو انسان د غاړي څخه ساقطه ول لږ تر لږ هغومره قوی او مضبوط دلائل غواړي، او دلته په دې مسئله کي خو قطعي دلائل څه کوې تر کمزوره څخه کمزوره دلیل لا نسته چي د هغه پر بنیاد وویل سي چي کم لمونځونه چي پر انسان باندي فرض سوي وه د هغه د غفلت او بې پرواهی په سبب د هغه فرضوالي د منځه ځي.
نو دا خبره کول چي قضاء سوي لمونځونه که چیري ډېر وي د هغو قضاء لازمه نه ده، دا خبره د قرآن او سنتو د واضحو دلائلو او (په داغه دلائلو باندي مبني) د فقهاء امت د اتفاق سرا سره خلاف او ګمراهانه خبره ده، د لمانځه پر رقم فرض محض دخپلي رائي په سبب د منځه وړلو مترادف دی، او دا خبره بالکل غلطه ده چي د قضاء سوو لمونځو لپاره توبه کافی ده، ځکه د توبې لپاره شرط دا دي چي انسان د خپلي غلطي چي څومره تلافی کول سي هغه خو دي وکړي.
د قضاء عمری موضو احادیث
دلته دا خبره واضحه کول مناسبه ده چي د اصول حدیث په کتابو کي چي د موضوع احادیثو علامې بیان سوي دی هلته یې د قضاء عمری د حدیث مثال ورکړی دی، د مثال په توګه حضرت شاه عبدالعزیز (رحمه الله) محدث دهلوی د احادیثو (موضوع) پنځمه علامه بیانه وي او کاږي:
پنجم آنکه مخالف مقتضی عقل و شرع باشد و قواعد شرعیه آن را تکذیب نمایند، مثل قضاء عمری. (عجاله نافعه مخ۲۴ خاتمه).
ژباړه: پنځمه علامه یې دا ده چي هغه حدیث د عقل او د شریعت د تقاضو خلاف وي او قواعد شرعیه به د هغه تکذیب کوي لکه د قضاء عمری احادیث.
کېدای یو ناپوه د دې څخه په دې مغالطه کي سي چي صحیح دی د تېر عمر لمونځونو قضاء خو بې اصله ده او احادیث یې هم موضوع دی، د دې لپاره دا واضاحت ضروري دي چي په بعضو غیرو مستندو د وظائفو په کتابو کي ځیني داسي موضوع احادیث دي چي په هغه کي وایي چي په یوه خاص ورځ یواځي د یوه لمانځه قضاء وکړي د اویا (۷۰) کالو لمونځونه یې ادا کیږي. محدیثینو دغه رقم ټولو احادیثو ته د قضاء عمری نوم ورکړی دی، او د غه احادیثو ته یې موضوع ویلي دی. مثلا ملا علی قاري (رحمه الله) خپل په مشهور کتاب «موضوعات» کي لیکي:
حدیث من قضی صلاة من الفرائض فی آخر جمعة من شهر رمضان کان ذالک جابر لککل صلاة فائتة فی عمره الی سبعین سنة باطل قطعا، لانه مناقض لأجماع علی ان شیئا من العبادات لا یقوم مقام فائتة سنوات. (الموضوعات الکبری مخ ۳۵۶)
ژباړه: دغه روایت چي که چا د رمضان په اخره جمعه کي د یوه فرض لمونځ قضاء ادا کړل په اویاو (۷۰) کالو کي چي د ده څخه څومره لمونځونه قضاء سوي وي د هغو ټولو لپاره تلافی ده. دا روایت قعطي باطل دی، ځکه دا حدیث د اجماع څخه خلاف دئ او اجماع پر دې ده چي هیڅ عبادت د کلونه قضاء سوو لمونځو پر ځای قائم مقامه نسي کېدای.
او علامه شوکانی (رحمه الله) لیکي:
حدیث من صلی فی آخر جمعة من رمضان الخمس الصلوات المفروضة فی الیوم والیلة قضت عنه ما اخل به من صلاة سنته هذا موضوع لا اشکال فیه. (الفوائد المجموعة للشوکانی ج۱ مخ ۵۴ نمبر ۱۱۵)
د حضرت شاه عبدا العزیز (رحمه الله) د لوړ ذکر سوی عبارت کي د قضاء عمری د کومو روایاتو ته چي موضوعي وویل سوه د هغه څخه مراد دا قسم روایات دی چي یوه لمانځه یا څو لمونځونه د ټوله عمر لمونځو قائم مقامه کیږي، د دې څخه ماسیوا د دا قسمو روایاتو هیڅ سند نسته. د هغه د موضوع کېدل سبب ملا علی قاري (رحمه الله) بیان کړي دی چي یو یا څو لمونځونه د کلونو د لمونځو تلافی نسي کولای او پر دې باندي د امت اجماع ده. نو که څوک د دې حدیثو د موضوعي کېدلو په سبب په دې غلطي فهمي باندي اخته کیږي چي د قضاء عمری تصور ګرسره بې بنیاده دی چي د تیرو لمونځو قضاء ګرسره لازمه نه ده هغه ناپوه ده دی.
د قضاء عمري صحیح طریقه
د قرآن، سنت او د ققهاؤ د اتفاق په رڼا کي په دې خبره کي هیڅ شک نسته چي که کم مسلمان د شروع څخه د غفلت او بې پرواهی په سبب لمونځونه نه وي کړي، او وروسته د توبې او تنبې توفیق ورکړل سي نو دئ باید خامخا د هغو لمونځو حساب وکړي او د ادا کولو فکر یې وکړي. امام مالک، امام احمد، او امام شافعي (رحمهم الله) درې سره بزرګان پر دې خبره سره متفق دی چي که چیري د بېله کم عذره لمونځونه پرې ایښي وي نو د تنبې څخه وروسته پر ده واجب ده چي ږر تر ږره دي یې ادا کړي، او یواځي د ضروري حاجتونو وخت ځیني مستثنی دی، خو د حنیفي فقهاؤ وایي چي؛ ځکه د خپل تر وسه مکلف دی نو په همدې سبب د قضاء لمونځ په ادا کولو کي تاخیر (ځنډ) جائز دی، کم چي انسان معاشي او نورو حاجتونو د پروه کولو لپاره ضرورت ورته لري. په درمختار کي دی:
(و یجوز تأخیر الفوائت) و ان وجبت علی الفور (لعذر السعی علی العیال و فی الحوائج علی الأصح) (ج۱ مخ ۵۴۳)
ژباړه: په قضاء سو لمونځو کي تاخیر جائز دئ، که څه هم د هغه وجوب علی الفور دئ خو د عیال د معاش او د نورو حاجتونو په سبب تاخیر کولای سي.
ځکه علامه شامي لیکي:
فیسعی و یقضی ما قدر بعد فراغه، ثم و ثم الی ان تتم . (ایضا)
ژباړه: نو دغه سړی دي خپل کار کوي او په فارغ وخت کي چي څومره لمونځ کولای سي ادا دي کړي، تر داسي حده چي خپل قضاء لمونځونه پوره کړي.
بعضي علماؤ د لا نوري اساني طریقه بیانه کړې ده چي انسان د هر فرض لمانځه سره دي د هغه وخت د لمانځه قضاء هم ادا کوي، دغه رقم به په یوه ورځ کي پنځه لمونځونه ادا سوی وی، البته کله چي وخت ولري تر دې دي ډېر ادا کړي.
هغه وایي:
و فوره مع کل فرض فرض، اذا لم یجب فی الیوم اداء اکثر من خمس، فکذا القضاء فان زاد او جمع الخمس فحسن. (البحر الزخار لأحمد ابن المرتضی ج۱ مخ ۱۷۳).
ژباړه: او د قضاء د لمونځو د ږر ادا کولو لاره دا ده چي د هر فرض سره دي د قضاء ادا کوي، ځکه په یوه ورځ کي پنځه لمونځونه دی نو ضروري نه ده چي د قضاء لمونځونه دي پر هغه ور قیاس کړو خو که څوک ډېر یا پنځه لمونځ یوځای ادا کوي مشکل نه لري، یوځاي ادا کول ښه دی.
همدارنګه د قضاء په وخت کي دي د نیت خیال کوی، یعني په واضح توګه دي نیت وکړل سي، مثلا د سهار قضاء ادا کوي نو په نیت کي دي وایي چي هغه زما په غاړه چي اول د سهار لمونځ ؤ د هغه قضاء ادا کوم.
د لمونځو فدیه
په قرآن کریم کي د روژو فدیه بیان سوې ده. یعني که څوک د روژو طاقت نه لري او په راتلونکي کي یې هم امید نه وي نو قرآن کریم هغه ته حکم ورکړي دی چي د یوې روژې په عوض کي یوه مسکین ته خورک (ډوډي) ورکړل سي. خو د لمانځه لپاره په قرآن او د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په سنتو کي لپاره هیڅ داسي حکم نسته. البته امام محمد (رحمه الله) فرمایي که پر چا باندي قضاء لمونځه وه او هغه یې نسي ادا کولای، نو دی باید وصیت وکړي چي که چیري ما دا لمونځونه ادا نه کړل، او زه مړ سوم نو زما د ترکې (پاته سوی مال) څخه یې د هغه فدیه ورکړئ. او هغه فدیه دي هم د روژې د حساب په شکل ورکړي، یعني د یوه لمانځه په بدل کي دي یوه مسکین ته ډوډي (پاو بالا دوه سیره ـ پاکستاني سیرـ غنم یا د هغه قیمت) دي ادا کړل سي. امام محمد (رحمه الله) دا حکم د احتیاط په توګه ورکړي دی، او ویلي یې دي چي که څه هم د لمونځو فدیه په قرآن اوسنت کي نسته خو د روژو باندي د قیاس څخه دغه حکم راباسلي دئ، نو انشاءالله امید دی چي په دغه رقم به د انسان غاړه خالاصه سي. (وګورئ ردالمختار ج۱ مخ ۵۴۱)
خو باید په یاد ولرئ چي دغه وصیت به د ترکې د دریمي برخي څخه نافذ کیږي، یعني د روژو یا لمونځو ټوله فدیه د ترکې د دریمي برخي څخه کمه وه بیا واجب ده د هغې ادا کول، او که فدیه د دریمي حصې څخه ډېره وه بیا نو پر وصیت باندي عمل کول لازم نه دی.
داغه رقم که چا د روژو یا لمونځو د فدیه وصیت ورثاؤ ته نه ؤ کړی بیا نو مهمه نه ده چي هغه یې ادا کړی. البته عاقل او بالغ ورثاء یې که یې په خوښه فدیه ادا کړي دا به د هغه (مړي) سره احسان وي او د الله عزوجل د رحمت څخه امید سته چي انشاءالله مرحوم به وبخښل سي.
خلاصه
دا دی؛ که د انسان څخه لمونځونه قضاء سوی وه د هغه قضاء لازمه ده، یواځي په توبه باندي کار نه کیږي، که څه هم څومره دېر لمونځونه هم وي. البته که هغه هره ورځ د پنځو لمونځو سره قضاء شروع کړي او کله چي وخت ولري ډېر دي هم کوي او د هغه سره سره دي وصیت هم وکړي چي که چیري دغه لمونځونه ما په ژوند کي ادا نه کړه د هغه فدیه دي زما د ترکې څخه ورکړل سي، نو امید دي چي انشاءالله د ده دغه عمل به الله عزوجل قبول کړي او وبه بخښل سي. د قضاء عمري صحیح طریقه همدغه ده. او دا خبره کول چي قضاء عمري ادا کول مهم نه ده، یواځي توبه کافی ده، د ګمراهي خبره ده، او څوک چي د لمانځه په رقم د مهم فرض(د پرې ښولو) محض دخپلي رائی او بېله کومه دلیله د غه قسمه د ګمراه خبري تلقین کوي او پر دې باندي اصرار کوي د هغه پر درس باندي باور نه سي کېدي. والله سبحانه و تعالی اعلم.
محمد تقی عثمانی عفی عنه، دارلافتاء درالعلوم کراچی، ۱۴ ۱۳ رجب ۱۴۲۲.
www.taleemulislam.net