۲ برخه
د ۱۳۹۰ کال د یکشنبې ورځ د حمل پر ۷ نیټه په کندهار ښار کي د عامو مدرسو او مساجدو په سلګونو علماء کرامو لخوا د کندهار په منډیګګ ماڼۍ کي احتجاجي غونډه وسوه. د کندهار ښار د مدرسو او مساجدو علماء کرامو د حکومت څخه په کلکه غوښتنه وکړه چي نور دي د ښار پر مدرسو، مسجدونو او کورونو باندي د بهرني ځواکونو او حکومتي فوځونو لخوا چاپې نه وهل کیږي.
د علماء کرامو له جملې څخه د تعلیم الاسلام راډيو د رئیس محترم شيخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي صاحب هم په خپل وار سره د حکومتي چارواکو د خبرو ځواب ووايه او د هغو پر نیمګړتياوو يې رڼا واچول او همدارنګه د مدرسو سره د تبعیضي چلند غندنه یې وکړه او وروسته د کندهار والي توريالي ویسا او د ولايتي شورا پخوانۍ مشر احمد ولي کرزي هم د دوهم ځل لپاره خبري وکړې چي دغه جريان تاسو ته د تعلیم الاسلام راډيو د ويب پاڼې له خوا پر لیکه کوو.
د تعلیم الاسلام ولسي راډیو اداره