په کوم شي کي يي چي غلا او خیانت کړی وي هغه به ورته د عذاب اله سي
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دابوهريره (رضی الله تعالى عنه) څخه روایت دی چي يوه سړي، رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم ) ته، غلام په تحفه کي ورکړ. د هغه نوم مدعم و .
مدعم درسول اکرم (صلی الله عليه و سلم ) ، څه سامان کښته کوی ناڅاپه یو غشی پري ولګید. ویشتونکي يي معلوم نه و. خلګو وویل: جنت دي مبارک سي.
ده مبارک(صلی الله عليه وسلم ) وفرمایل: " داسي هیڅکله مه وایاست. سوګند په هغه ذات چي په ولکه کي يي زماروح ده، کومه کمبله چي هغه د خیبرپه ورځ اخستي وه، ویشل سوی نه وه. هغه اوس د اور دشعلي په څير ورباندي ګرزي .
کله چي خلګودا مضمون واورید.یوه سړي د بوټو يوه یا دوي تسمي بیرته راوړي.
نبي (صلى الله عليه وسلم) وفرمایل: " اوس څه کیږي دغه یوه یادوي تسمي داورګرځیدلي دي .
(بخاری، مسلم)
ماخذ:اجزاء الأعمال
www.taleemulislam.net