تازه سرليکونه
د (ستر شخصيتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اصحابو (رض) د ژوند پلوشې (۳ برخه)
 
  March 28, 2012
  0
مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا
ژباړه:محمد ګلاب بشار 
رالېږونکی: جواد

۳.   بـــرخه                   
     
انصارو چې د خپل امارت د استحقاق دلایل یاد کړل او د هغه د مقام د پاره ېې د خپل اهلیت او استحقاق خبرې وکړې او وویل ېې: نحن الامراء و انتم الوزارء یعنې مونږ انصار امیران یو او تاسې مهاجرین وزیران ېې نو په دغه وخت کښ حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه وفرمایل:        
       
اما بعد ،فما ذکرتم فیکم من خیر فانتم من اهله، و لم تعرف العرب هذا الامر الا لهذا الحی من قریش، هم اوسط العرب نسباً او داراً ، و قد رضیت لکم احد هذین الرجلین فبایعو ایهما شئتم.                                                                                  
څه چې تاسې د خپل خیر یادونه وکړه تاسې د هغه اهل ېې او عرب دغه مقام بې له قریشو څخه بل چا ته نه پیژنې ، هغوی د نسب او ځاې له امله د ښه مقام خاوندان دي او تاسې ته یو له دغو دواړو څخه (عمر یا ابوعبیدالله ) رضی الله عنهم خوښ دی نو هر یو چې ستاسې خوښ وي د هغه سره بیعت وکړی. 

کله چې حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه د مهاجرینو په باب د انصارو د مرستو او ښېګڼو یادونه وکړه او هغه ېې تقدیري کړې او خلافت ېې د قریشو حق وښود او هم ېې چې دا خبره وکړه چې عرب یواځې قریشو ته غاړه ږدي او د قریشو حکم منونکي دي په دغه وخت له انصارو څخه یو تن وویل:     
     
انا جذیلها المحک و عذیقها المرجب، منا امیر و منکم امیر یا معشر قریش.               
زه د انصارو د قبیلې ډکی (یا ګرګی) یم چې ګرګی اوښان ورباندې ځانونه مږي (مښي) او د خرما هغه وښکی یم چې په یوه شي باندې تکیه کړی شوی وي ( یعنی چې زه هغه څوک یم چې د انصارو قبیله زما پر نظرېې عمل کوي او زه پر هغه تکیه او اعتماد لرم او هغوی زما ملاتړ او پیروی کوونکي دي) له مونږ څخه دې یو امیر وې او له تاسې څخه دې هم یو امیر وي اې د قریشو ټولګیه !      
            
بل یو انصاري ير دې دا دلیل هم ونیو چې کوم وخت به الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم له تاسې څخه کوم تن په کوم (عمل ) کار باندې وټاکه نو د هغه سره به ېې زمونږ یو تن هم ملګری کړ.                                                                  
بیا چې د دوؤ امیرانو په باب  د انصارو او مهاجرینو ترمنځه د شور ما شور فضاء توده شوله او له هرې خوا غږونه پورته شول او د دواړو خواؤ ترمنځه د ډیر اختلاف او نزاع د ویرې احساس پیدا شولو د سختو او خطري عواقبو زنګ په کړنګېدو شو نو په دغه وخت کښ له مهاجرینو څخه حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه د خلافت د موضوع په باب چې د قریشو حق ده د حضرت پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم په وینا استدلال وکړ او هغه دا چې :                                                                       
الائمة من قريش (یعنې امامان او پیشوایان له  قریشو څخه دي.) 

او هم ېې وویل: 

لا یصلحان سیفان فی غمد واحد .( یعنې په یوه تیکي کښ دوه تورې  سمې نه دي.)   
 په دغه وخت یوې پرې کوؤنکې خبرې ته چې په ځاې خبره وي او د قرآن په هدایت سره روښانه کوونکې او د فتنې مړه کوونکي او حیرانو کسانو ته د لارې ښودونکې وي، د ضرورت احساس کېده هماغه وه چې دغه راز خبره د زید بن ثابت الانصاري رضی الله عنه له خولې څخه ووتله او خپل قوم ته ېې داسې وویل  : یا معشر الانصار ان رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم کان من المهاجرین فیکون خلیفته مهاجراً مثله، و انا کنا انصار رسول الله صل الله علیه وآله وسلم فنکون انصاراً لخلیفته من بعده و اعواناً له علی الحق. 
                    
ای د انصارو ټولګیه! بېشکه رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم له مهاجرین څخه وو او مونږ د رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم انصار(ملاتړ، مرستندوی) وو نو له هغه څخه به وروسته د هغه د خلیفه انصار او پر حقه د هغه مرستندوی واوسو .      
                                                              
بیا هغه ابو بکر صدیق رضی الله عنه ته خپل لاس اوږد کړ او وېې ویل: هذا خلیفتکم فبایعوه (دا ستاسې خلیفه دی نو ورسره بیعت وکړی)  همدا راز حضرت عمر رضی الله عنه د دغې حساسې موضوع تدارک او علاج او د اسلام او مسلمانانو د مصلحت د تامین او تحقق لپاره له خپل حکیمانه سیاست او ښه تدبیر څخه داسې کار واخیست او وېې ویل:  
                                          
یا معشر الانصار!الستم تعلمون ان رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم قد امر ابابکر ان یؤم الناس؟فایکم تطیب نفسه ان یتقدم  ابا بکر؟ و ایضاً قال:      
  
رضیه رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم لدیننا افلا نرضاه لدنیانا؟

اې د انصارو ډلې! ایا تاسې نه پوهیږی چې رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم ابوکر ته امر کړی دی چې د خلکو امامت وکړي نو ستاسې د کوم یوه خوښه ده چې پر ابوبکر رضی الله عنه باندې سبقت او مخکیتوب وکړي؟                                  
او هم ېې ویلي وي: 

رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم هغه زمونږ د دین د پاره خوښ کړي نو ایا هغه د خپلې دنیا دپاره خوښ نکړو؟
 
                                                                    
انصارو د حضرت عمر رضی الله عنه د دغې وینا په ځواب کښ وویل:
 
نعوذ بالله ان نتقدم ابابکر یعنې له الله جل جلاله څخه پناه غواړو چې پر ابوبکر رضی الله باندې سبقت وکړو.                                                                   
بیا حضرت عمر رضی الله عنه د حضرت ابو بکر رضی الله عنه  د اهلیت او د اسلام او مسلمانانو  د خیر او مصلحت په منظور  حضرت ابو بکر رضی الله عنه ته وویل :                
                                                                               
  ابسط یدک یا ابابکر. 
                                                                 
اې ابوبکره خپل لاس راوږد کړه . 

هماغه وو لومړی حضرت عمر رضی الله عنه بیا مهاجرینو او بیا انصارو رضی الله عنهم اجمعین د حضرت ابو بکر رضی الله عنه سره د خلافت بیعت وکړ او بیا مسلمانانو په سبا ورځ په نبوي مسجد کښ د منبر له پاسه د حضرت ابو بکر رضی الله عنه سره عام بیعت وکړ او په دې توګه د خلافت په باب د انصارو او مهاجرینو  تر منځه پیدا شوي اختلافات او نزاع پای ته ورسیده او ټول د یوه خلیفه د حکم  منونکي شول. 

دا وو د مسلمانانو (مهاجرینو او انصارو) تر منځه د اختلافاتو او نزاع موضوع او دا وو د خلافت په باب د حضرت پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم د وینا په اوریدلو سره د پیدا شوي اختلاف او نزاع له منځه تلل او حق او حقیقت ته د ټولو غاړه ایښودل  یعنې کله چې انصارو د امامت او خلافت په باب  د الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم حدیث واوریده  او په دغه باب د حضرت ابو بکر رضی الله عنه اهلیت او د مسلمانانو د پیشوایۍ سند او د قریشو د استحقاق دلیل ورڅرګند شو نو دغو انصارو د امارت او خلافت له ځانګړې دعوې څخه لاس واخست او د الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم د حدیث فیصلې ته ېې غاړې کیښودلې او پر یوه خلیفه راټول شول او د هغه اطاعت ېې ذمه واري وګڼله.  

بل مسلمانانو چې د الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم له تدفین څخه مخکې خپل اداري او سیاسي مشر وټاکه او بیا د الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم د جنازې او تدفین  مراسم پر ځاې کړل نو دوی په دې سره دا وښودل چې باید د الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم تدفین په داسې حالت کښ وشي چې هغه د مسلمانانو د سیاسي نظام اواجتماعي موجودیت او ژوند او قیادي او اداري مشر د لرلو چې د دغه الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم د رسالت او تعلیماتو له اصلي روحيې او مقتضیاتو څخه دي ښکاروندوی دي او مسلمانان په عملي او تطبیقي توګه د دغه الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم د امانت ساتونکي او بشري نسلونو او د تاریخ مخونو ته رسونکي دي.

 ان شاءالله نور بيا... 
 
 

سرته