عن أنس قال: قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إذا أراد الله بعبد خيرا استعمله فقيل كيف يستعمله يا رسول الله؟ قال يوفقه لعمل صالح قبل الموت.[سنن ترمذي ۲۱۴۲]
ژباړه: د حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چي الله پاک د يو بنده لپاره خير وغواړي نو هغه استعمالوي، يو چا وويل: څنګه يې استعمالوي يا رسول الله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه ته د مرګ مخکي د نيک عمل توفيق ورکوي.