تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي نبوي لښکر مدينې منورې ته حرکت کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 9, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۵۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نبوي لښکر مدينې منورې ته حرکت کوي

 

لکه د مخه چي مو درته و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسله جنګه درې شپې په بدر کي تيري کړې او د بدر څخه تر بارېدلو د مخه د هغه غنيمتو په سبب چي په جنګ کي په لاس ورغلي وه په مسلمانانو کي اختلاف پېښ سو، کوم وخت چي دغه اختلاف شديد سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی ويل: ټول غنيمتونه چي د خلکو سره دي هغه ټول را وړى او دلته يې کښېږدى، خلکو هم ټول غنيمتونه را وړل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې کښېښوول او بيا د دغه اختلاف د حلولو دپاره وحيِ نازلي سوې. 


عُباده بن صامت رضی الله عنه  چي د انصارو د مشرانو څخه دى وايي: موږ د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  سره و وتلو او بدر ته حاضر سوو او بيا دوه لښکره سره مخامخ سوه خو الله جل جلاله  دښمن ته ماته ورکړه، ځيني خلک په دښمن پسې وه  چي شړل يې او وژل يې او ځيني خلک د غنيمتو په ټولولو مشغوله سوه او ځيني کسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ساتني دپاره ولاړ وه چي دښمن حمله پر و نه کړي،کوم وخت چي شپه سوه د لښکر د خلکو په منځ کي خبري شروع  سوې، هغه کسان چي غنيمتونه يې ټول کړي وه هغو ويل: دغه غنيمتونه زموږ دي ځکه موږ ټول کړي دي، بل څوک حق نه پکښي لري او هغه کسان چي په دښمن پسي تللي وه هغو ويل: تاسي تر موږ نه ياست حقداره ځکه موږ دښمن و شړى او شکست مو ورکړی او هغه کسان چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې پيره کړې وه هغو و ويل: موږ پر دې بېرېدلو چي دښمن به پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  حمله وکړي نو موږ په دغه مشغوله سوو، الله جل جلاله  د دغي فيصلې  دپاره د سورةالانفال لومړی نمبر آيات نازل کړی چي فرمايي.

 

﴿  يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنفَالِ ۖ قُلِ الْأَنفَالُ لِلَّهِ وَالرَّسُولِ ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ ۖ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١﴾ ﴾. [الانفال:1]
انفال جمعه د نفل ده، انفال يعني: غنيمتونه او غنيمتو ته په دې سبب نفل ويل کيږي چي دا د الله جل جلاله  د طرفه يوه ورکړه او عطاء ده، نو الله عزوجل  فرمايي: اې محمّده!  صلی الله علیه وسلم  دوى ستا څخه د غنيمتو په باره کي پوښتنه کوي، و دوى ته و وايه چي د غنيمتو  مالونه خاص الله او رسول الله لره دي، چي د شرعي اصولو سره سم يې تقسيم کړي او تاسي د الله جل جلاله  څخه و بېرېږى او د هغه حال اصلاح وکړی چي ستاسي په منځ کي دى، يعني: په خپل منځ کي دوستي سره وکړی مخالفت او نزاع پرېږدى او که تاسي په حقه سره مومنان ياست د الله او رسول الله حکم ومنى. 


پسله هغه څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په بدرکي درې شپې تيري کړې نو  يې د لښکره سره د مدينې منورې و طرف ته حرکت وکړی، بنديان ور سره دي او هغه غنيمتونه چي د مشرکانو څخه يې اخستي دي ور سره دي، د غنيمتو د ساتلو دپاره يې عبدالله بن کعب رضی الله عنه  مقرره کړی، کوم وخت چي د (صفراء) تر تنګي تېر سوه هلته يې پر يوه غونډۍ چي د تنګي او (النازيه) په منځ کي وه واړول او دلته يې غنيمتونه پسله هغه څخه چي خُمس يې ځني وايستى په مساوي او برابر ډول سره پر لښکر و وېشل، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لښکره سره و (الروحاء) ته ورسېدى دلته د هغو مسلمانانو سره يو ځاى سو چي د ده صلی الله علیه وسلم  و استقبال او د فتحي و مبارکۍ ته راوتلي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او لښکرته ښه راغلئ او د فتحي مبارکي وايي، د لښکره څخه يوه ځوان و هغه راوتلو خلکو ته و ويل: پر څه شي مبارکي راته واياست؟ د يو  څو سپين ږيرو او زړو خلکو سره مخامخ سوو، و مو وهل او و مو وژل، په دوه ساعته کي جنګ پاى ته ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده د خبري څخه ومسل او وې فرمايل: اې وراره داسي مه وايه هغه خلک د قوم مشران او  سرداران وه. 


اُسيد بن حُضير رضی الله عنه  چي په پاته سوو خلکو کي ؤ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا رسولَ الله! حمد دي هغه الله لره وي چي ته يې کاميابه کړې په والله يا رسولَ الله! د بدره څخه زما پاته کېدل په دې سبب وه چي ما هيڅ دا ګمان نه کاوه چي ته دي د جنګ او لښکر سره مخامخ سې بلکه زما دا يقين ؤ چي فقط يوه قافله ده، که زه په دې پوهېدلاى چي ته د دښمن سره مخامخ کېږې هيڅکله به نه واى پاته سوى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: صَدَقتَ، ته رشتيا وايي، صحي ده. 


او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته په داسي حال کي داخل سو چي په جنګ کي يې برئ حاصل کړى اوکاميابه سوى ؤ، په مدينه منوره کي او د هغې پر شا وخوا د اسلام ټول دښمنان ځني و بېرېدل او د اهل مدينې څخه ډير خلک و اسلام ته داخل سوه، حتّْی په دغه وخت کي عبدالله بن اُبى منافق او د ده نورو ملګرو هم په ښکاره او ظاهره سره ايمان را وړى خو په حقيقت کي هغه پخواني ګمراهان او کافران وه. 


او هغه د جنګ بنديان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر راتګ يوه ورځ وروسته مدينې منورې ته را وستل سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر خپلو اصحابو و وېشل او د دوی سره یې د ښه ګذارې او پستې معاملې سپارښت وکړى، نو صحابۀ کرامو به په خپله  خرما خوړل او بنديانو ته به يې ډوډۍ ورکول، تاسي پوهېږى چي هلته ډوډۍ تر خرما ډېره معتبره وه د هغه وخت ډوډۍ لکه د نن ورځي غوښي، نو اصحاب کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سپارښت په  سبب دوى ته ډوډۍ ورکول او په خپله يې خرما خوړل او خرما خو هغه بېقدره شئ وه چي دوى و خپلو بودګانو ته هم ورکول، اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته ورسېدى او بنديان هم را وستل سوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بنديانو په باره کي د خپلو اصحاب کرامو سره مشوره کوي چي څه ور سره وکړو؟ 


ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! دغه خلک زموږ قوم د اکا زامن او زموږ وروڼه دي، زما په فکر چي د دوى څخه فديه واخلو او ايله يې کړو نو دغه شئ چي موږ يې د دوى څخه اخلو زموږ دپاره به پرکفارو اقتصادي قوت سي او ممکن الله جل جلاله  و دوى ته هدايت وکړي او مسلمانان سي چي بيا به زموږ دپاره بازو او قوت هم وي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  و عمر بن الخطاب رضی الله عنه  ته مخ ور واړاوه او ويل: ته څه وايې؟ يا ابن الخطاب! عمر رضی الله عنه  وايي: ما ورته و ويل: زما رأيه د ابوبکر د رأيي څخه مخالفه ده، زه بيا وايم چي ما ته اجازه راکه چي د فلاني غاړه ور پرې کړم، د خپلو اقرباوو څخه يې د يوه نوم ياد کړی چي مشرک او په دغه بنديانوکي ؤ او علي ته اجازه ورکه چي د عُقيل بن ابي طالب غاړه ور پرې کړي چي عُقيل د حضرت علي رضی الله عنه  ورور ؤ او حمزه ته اجازه ورکه چي د خپل ورور فلاني غاړه ور پرې کړي او د بنديانو څخه هر يو و هغه خپل قريب او دوست مسلمان ته په لاس ورکه چي هغه يې و وژني، دا د دې دپاره چي الله جل جلاله  ته يې ور ښکاره کړو چي زموږ په زړو کي د مشرکانو او د هغو دسردارانو، رئيسانو او مشرانو سره دوستي نسته، که څه هم زموږ اقرباء وي. 


حضرت عمر رضی الله عنه  وايي: نبي الرّحمه صلی الله علیه وسلم  د ابوبکر رضی الله عنه  رأيه او نظر خوښ کړه او هغه چي ما و ويل هغه يې نه کړه قبول (ځکه د عمر رضی الله عنه  په رأيه کي ډېر  شدت پروت ؤ) او د نورو اصحاب کرامو هم د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  په مثل سره نظر او رأيه وه، نو فيصله پر دې وسوه چي بنديان به د فديې په مقابل کي ايله کړو، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  مکې مکرمې ته حال ولېږى چي راسى خپل بنديان مو د فديې په مقابل کي بوزى. په دغه باره کي الله جل جلاله  د سورةالانفال (67 ، 68) نمبر آياتونه نازل کړه چي دا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  او هغو اصحاب کرامو ته چي دغه د فديې اخستلو نظر يې خوښاوه عِتاب او ملامتي وه، الله جل جلاله  فرمايي: 
﴿مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَىٰ حَتَّىٰ يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ ۚ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿٦٧﴾ ﴾.
يعني: نبي لره دا نه ښايي چي دئ بنديان و لري تر هغه وخته چي دئ په مځکه کي قوي سي، يعني: د مخه تر دې چي د کفارو په ډېر وژلو او زخمي کولو نه يې قوي سوى دا نه ده په کار چي بنديان ونيسې او فديه ځني واخلې، دا اول او ابتدايي جنګونه دي دلته بايد شديد و اوسې، تاسي د فديې په اخستلو د دنيا د اسباب إراده لرى او الله جل جلاله   تاسي ته دکفارو د وژلو په سبب د آخرت د ثواب إراده لري او الله ډير قوي، غالبه او ډېر حکيم دى، ټول کارونه يې په حکمت سره دي. او بيا رب عزوجل  فرمايي: 
(لَّوْلَا كِتَابٌ مِّنَ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿٦٨﴾) يعني:که دغه د فديې حکم د الله جل جلاله  د طرفه پخوا لا نه واى ليكل سوی نو خامخا به تاسي ته د دغه فديې اخستلو په سبب ډېر لوى عذاب درکول سوى واى، د دغو آياتو تر نزول وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  ناست ؤ او ژړل يې، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  راغلى وې ليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژاړي نو یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د ده صلی الله علیه وسلم  د ژړا د سبب پوښتنه وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه آيات شريف ورته تلاوت کړی، هغه هم ور سره په ژړا سو ځکه دا د هغه نظر هم ؤ چي فديه دي واخستل سي. 


عمر رضی الله عنه  وايي: شپه تېره سوه او په سهار کي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلم که ګورم دوى دواړه ناست دي او ژاړي، ما ورته و ويل: يا رسولَ الله! خبر  مي که: ته او ستا ملګرى پر څه شي ژاړى؟ که داسي کار ؤ چي په ما پوري يې هم تعلق درلودى زه به هم و ژاړم او که يې په ما پوري تعلق نه درلودى ستاسي دپاره به در سره وژاړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: زموږ د ژړا سبب هغه د فديې د اخستلو رأيه ده چي ستا ملګرو را ته و ويل،  او ما ته د دوى عذاب تر دغه وُني نژدې را ښکاره سو. 


(هلته نژدې يوه ونه یا درخته وه رسول الله صلی الله علیه وسلم  وهغې ته اشاره وکړه) او دا چي الله جل جلاله  فرمايي ﴿ لَّوْلَا كِتَابٌ مِّنَ اللَّهِ سَبَقَ ﴾. 
يعني: که د الله جل جلاله  د طرفه څخه د مخه د فديې حکم نه واى ليکل سوى. 


دغه د فديې حکم د مخه چيري ليکل سوى ؤ؟ 
هغه د سورة محمّد په څلورم نمبر آيات کي دى چي الله جل جلاله  فرمايي: 
﴿فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً ﴾ يعني: کوم وخت چي مو بنديان ونيول يا تاسي فديه ځني واخلى، يا يې مفت ايله کړی، مسلمان بنديان په خلاص کړی. 


څرنګه چي دلته د بنديانو څخه د فديې اخستلو اجازه وه نو ځکه مسلمانانو ته عذاب نه ورکول سو او عتاب په دې سبب ورکول سو چي د مخه تر دې چي مسلمانان په مځکه کي قوي سي بنديان يې ونيول او بل دا چي فديه يې د هغو کسانو څخه قبوله کړه چي يواځي د جنګ بنديان نه وه بلکه د جنګ لوى مجرمين هم وه، حتّْی د نن ورځي بین المللي قانون هم د جنګ مجرمين بېله محاکمې نه پريږدي او د جنګ پر مجرمانو غالباً د اعدام، يا ابدي بند حکم را وزي.

 
خير الله جل جلاله  د دغه فديې اخستلو عفوه ورته وکړه او فديې را شروع سوې.
د يوه بندي فديه څلور زره درهمه، درې زره درهمه، حتّْی زر درهمه هم وه، د بندي و حال ته کتل کېده، څرنګه چي د مکې مکرمې د خلکو ليک او لوست زده وه  او د اهل مدينې ليک او لوست نه ؤ زده، نو هر هغه بندي چي فديه به يې نه درلودل و هغه ته به د مدينې منورې د هلکانو څخه لس هلکان ورکول سوه چي ليک او لوست ور زده کړي، کوم وخت چي به يې ليک او لوست ور زده کړل دغه يې فديه وه او بندي به يې پرېښاوه.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  د څو بنديانو سره احسان هم وکړی چي بېله فديې يې ايله کړل چي د هغې جملې څخه: يو مطلب بن حنطب ؤ او بل صيفي بن ابي رِفاعه ؤ، هغه ويل: زه په مکه مکرمه کي مال لرم تاسي ما پرېږدى چي مکې مکرمې ته ولاړ سم وعده ده چي خپله فديه به درته رالېږم نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دئ پرېښاوه چي ولاړسي. 
دغه رنګه يو بل نفر چي ابو عَزّه الجُمحي ورته ويل کېده چي د لوڼو پلار ؤ یعني بېله لوڼو یې نارینه اولاد نه درلودی مال او پيسه يې هم نه درلوده غريب سړئ ؤ دغه نفر هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده د لوڼو په سبب بېله فديې پرېښاوه او ده هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره وعده وکړه چي هيڅ وخت به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر ضـد په جنګ کي اشتراک نه کوي، مګر د خپلي وعدې څخه يې مخالفت وکړی او د مسلمانانو پر ضـد يې د اُحُد په  جنګ کي اشتراک وکړی او بيا په بنديانو کي ونيول سو، کوم وخت چي يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راوستى ده و ويل: که ته دا وار ما پرېږدې وعده در سره کوم چي بل وار به ستاسي پر ضـد په جنګ کي ګډون نه کوم، مګر رسول  الله صلی الله علیه وسلم  هغه خپل مشهور قول ورته و وايه: « لاَ يُلدَغُ المُؤْمِنُ مِن جُحْرٍ مَرّتَين ِ» يعني: مومن دوه واره د يوه غاره څخه نه وهل کيږي، نو يې ابو عَزّه و وژى، همدارنګه ابوالعاص چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  زوم او د زينب رضی الله عنها  خاوند ؤ بېله فديې يې په دې شرط پرېښاوه چي زينب رضی الله عنها  ته به د هجرت اجازه ورکوي چي دغه قصه به لږ وروسته په تفصيل سره درته بيان سي. 


اوس نو فديې شروع سوې د مشرکانو څخه هر يو د خپل دوست او قريب په بدله کي فديه را ليږي او خپل بندي په خلاصوي بېله ابوسفيان څخه چي په خپله د ده زوى هم په بنديانو کي ؤ، ځکه ابوسفيان امر کړى ؤ چي څوک به فديه نه ليږي چي د مسلمانانو نوره طمعه پيداکيږي مګر چا د ابوسفيان خبره و نه منل، که څه هم په اول او شروع کي خلکو  څه موده صبر وکړی فديه يې نه لېږل خو آخر مجبوره سوه اولادونه او اقرباء يې وه نور يې صبر نه سواى کولاى هر يوه خپل بندي په فديه سره خلاصاوه. 


مګر ابوسفيان هغه خپله خبره په خپله نه سواى ماتولاى نو يې انتظار کاوه څو د مسلمانانو څخه يو نفر چي سعد بن نعمان نومېدى مکې مکرمې ته د عمرې دپاره ولاړى، ابوسفيان هغه نفر ونيوى او بندي يې کړى، د عربو په تاريخ کي اول عمره کونکى دى چي بندي کيږي، خلکو ابوسفيان ته و ويل: ته څنګه داسي نفر بندي کوې چي عمرې ته راغلى دى؟ که خلک ستا په دغه عمل خبر سي بيا څوک حج او عمرې ته نه راځي، ابوسفيان و ويل: که څه هم خلک حج ته نه راځي خو زه يې تر هغو نه ايله کوم چي زما زوى را ايله نه کړي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي د ابوسفيان زوى د دغه مسلمان په بدله کي ور ايله کړی.

 
لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: چي ابوالعاص بن ربيع د رسول الله صلی الله علیه وسلم  زوم چي د زينب بنت رسول الله صلی الله علیه وسلم  خاوند ؤ هم په بنديانو کي نيول سوى ؤ، زينب رضی الله عنها  د مخه تر بعثت يا د مخه تردې چي د مسلمانو ښځو نکاح د مشرکانو سره حرامېدل د حضرت خديجې رضی الله عنها  په خواهش او غوښتنه و دغه ابوالعاص ته په نکاح ورکړل سوه او پسله بعثته خديجې رضی الله عنها  او د دې ټولو لوڼو ايمان را وړى مګر ابوالعاص پرخپل شرک پاته ؤ، د بدر په جنګ کي د کفارو سره را و وتى او په بنديانو کي ونيول سو، څرنګه چي ابوالعاص داسي څوک نه درلودل چي د ده فديه ورکړي او زينب رضی الله عنها   هم مال او پيسې نه لري چي د ده د فديې دپاره يې وليږي نو يې د خپلي مور خديجې رضی الله عنها  (چي ترهجرت د مخه وفات سوې وه) هغه امېل يا د غاړي هار چي و دې ته يې د دې د واده په شپه ورکړى ؤ د يو څه نور مال سره و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور ولېږى چي دا يې د ابوالعاص فديه. رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي دغه امېل وليدى خديجه رضی الله عنها  يې ور په ياد سوه او وې ژړل، هغه ښځه يې ور په ياد سوه چي د ده صلی الله علیه وسلم  سره يې کومکونه کړي وه د ده صلی الله علیه وسلم  سره يې پنځه ويشت کاله ژوند او فدا کارۍ کړي وې نو يې صحابۀ کرامو ته و  ويل: 


که مو خوښه وي چي د زينب بندي ور ايله کړی او مال يې هم بيرته ورکړی ښه به وي، صحابۀ کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عزت او احترام په سبب ابوالعاص اېله کړی او هغه را لېږل سوى مال يې هم بيرته ور سره ورکړی، دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ابوالعاص بېله فديې ايله کړی نو ابوالعاص دا پر ځان لازمه کړه چي زينب رضی الله عنها  بايد پرېږدم چي هجرت وکړي، مدينې منورې او  خپل پلار ته ولاړه سي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې د زينب رضی الله عنها  د را لېږلو وعده وکړه، کوم وخت چي ابوالعاص مکې مکرمې ته ورسېدى رسول الله صلی الله علیه وسلم  زيد بن الحارثه او د انصارو څخه يو بل نفر و مکې مکرمې ته و لېږل چي زينب رضی الله عنها  را ولي او دوى ته يې و ويل: تاسي په (يأجج) کي  اوسى،يأجج د يوه ځاى نوم دى چي د مکې مکرمې څخه اته ميله ليري دى، نو ويل: تاسي په يأجج کي اوسى ترڅو چي زينب رضی الله عنها  درته را ولي او بيا يې تاسي دلته را ولى، دوى دوه هم رهي سوه، دغه رهي کېدل يې تقريبًا تر بدر يوه مياشت وروسته وه او يأجج ته ورسېدل، ابوالعاص چي د مدينې منورې څخه مکې مکرمې ته ورسېدى زينب رضی الله عنها   ته يې اجازه ورکړه چي د خپل پلار و طرف ته هجرت وکړي او زينب رضی الله عنها   هم د خپل کار په سمولو شروع وکړه. 


په دغه وخت کي هند چي د ابوسفيان ښځه وه او د هغه عتبه لور وه چي په بدر کي وژل سوى ؤ ورته راغله او ويل: يا بنت محمّد!  صلی الله علیه وسلم خبره سوم چي ستا إراده ده چي د خپل پلار و طرف ته ولاړه سې، زينب رضی الله عنها  و بېرېدل چي را و به مي ګرځوي نو منکره سوه، هند ورته و ويل: اې د اکا لوري مه منکره کېږه هغه د نارینه وو اختلاف او جنګونه د ښځو و منځ ته نه راځي هغه د هغو کار دى خو که ته په دغه سفر کي و پيسو يا کوم سامان ته ضرورت لرې راته و وايه چي در پوره يې کړم زما سره مال سته، زينب رضی الله عنها  وايي: دې دغه خبري په رشتيا کولې خو زه بېرېدم او د دې څخه منکره وم چي مدينې منورې ته ځم، کوم وخت چي زينب رضی الله عنها  د سامان د برابرولو څخه فارغه سوه نو کنانه بن ربيع چي د دې لېور او د ابوالعاص ورور ؤ اوښ را وستى او دا يې پرسپره کړه خپل غشى او ليندۍ يې ور سره واخستل او په سپينه ورځ يې دا رهي کړه، قريش په دې قصه خبر سوه او پسي را و وتل، په ذي طُوْى کي چي د يوه ځاى نوم دى پسي ور ورسېدل، اول هغه څوک چي و زينب رضی الله عنها  ته ور د مخه سو هغه هَـبّار بن الاسود ؤ او پر زينب رضی الله عنها  يې نېزه پورته کړه، دا و بېرېدل او د ډيري بيري په سبب د خپله اوښه څخه لاندي و لوېدل. 


د دغي بيري او لوېدلو په سبب هغه کوچنئ چي د دې په نس کي ؤ و لوېدى، کنانه بن ربيع اوښ چوک کړی غشى او ليندۍ يې واخستل ويل: والله هر يو را نژدې سي مګر دغه غشى د هغه په نس کي وي، قريش ځني وګرځېدل خو ابوسفيان د خبرو دپاره ور د مخه سو او ويل: دا دي ښه کار و نه کړی چي ښځه دي په سپينه ورځ د خلکو په حضور را وايستل او تا ته هغه زموږ غم او مصيبت هم در معلوم دي چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  د لاسه راته پېښ دي، خلک به وايي چي موږ یې لور زموږ د ضعف په سبب ور ولېږل نو دا زموږ دپاره پېغور دى او د دې راګرځول موږ ته کومه فايده هم نه را رسوي، مګر ته داسي وکه چي ښځه بيرته مکې مکرمې ته را وله چي خلک و وايي هغه دى موږ بيرته ښځه راوګرځول بيا يې بېرته د شپې بوزه او خپل  پلار ته يې وروله، کنانه هم بيرته را وګرځېدى او زينب رضی الله عنها  څو شپې په مکه  مکرمه کي پاته سوه او بيا يې يوه شپه د شپې وايستل، څو زيد بن الحارثه او د هغه ملګري انصاري ته يې ور تسليم کړه او هغو بيا مدينې منورې ته بوتله. دا يو څه هغه واقعې وې چي په بـدر کي يا تر بدر وروسته پيښي سوي وې. 


په وروسته کي جبريل عليه السلام  د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي اهل بدر په تاسي کي کومه درجه لري؟ يعني: تاسي و هغو ته کومه درجه  ورکوى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: اهل بدر په موږکي هغه بهتر او افضل خلک دي يعني: د لوړي درجې مسلمانان هغه کسان دي چي و بدر ته حاضر سوي دي، جبريل عليه السلام  و ويل: همدارنګه په ملائکو کي هغه ملائکې افضله او د لوړي درجې خاونداني دي چي بدر ته حاضري سوي دي، دا د بدر عظمت او لويي ده، الله جل جلاله  د بدر ورځ (يومُ الفرقان) (يومَ التقى الجمعان) بللې ده، ځکه په دغه جنګ د حق او باطل، د کفر او اسلام فرق او جلا والى راغلى او په دغه جنګ کي دکفر او شِرک رئيسان او سردارن و وژل سوه. 


د دغه لوى جنګ خبر په ټوله جزيرة العرب کي نشر سو حتّْی د دې جنګ خبر و نجاشي ته چي د حبشې پاچا ؤ ورسېدى او نجاشي هلته په حبشه کي مهاجر مسلمانان سره را ټول کړه او په بدر کي يې د مسلمانانو د کاميابۍ زېرى ورکړی، د بدر د  فتحي اخبار و ټولو ځايو ته ورسېدل، د بدر معظمه غزاء په اسلام کي هغه لوى جنګ دى، که څه هم په ظاهره کوچنئ جنګ او نفر پکښي لږ وه درې سوه نفره مسلمانان  د زرو نفرو کفارو په مقابل کي و جنګېدل او جنګ هم تر دوه ساعته زيات نه ؤ مګر د دغه جنګ نتيجه لويه او مهمه نتيجه وه، مسلمانانو په دې جنګ کي وکولاى سواى چي د کفر ټول رئيسان و وژني، په دغه جنګ کي د دې امت فرعون و وژل سو،

 

اسلام په دغه يوه جنګ نشر او مشهوره سو، مسلمانانو وکولاى سواى چي په دغه جنګ کي د قريشو قُوه هغه چي په جزيرة العرب کي لوى او مهم طاقت ؤ د بينه يوسي، دا د اسلام د نشرولو دپاره لوى اعلان ؤ  ځکه د عربو ساداتو او مشرانو شکست وخوړى، دغه جنګ د اسلام دپاره لوى دعوت ؤ، په پخوا کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و يوه نا معلوم قوت ته خلک دعوتول مګر اوس د اسلام قوت او طاقت ټولو ته ښکاره او معلوم سو، هغه قريشو ته يې شکست  ورکړی چي د جزيرة العرب ديني زعامت او رياست ددوى ؤ، نو دا په خپله نسبت و پخوانيو دعوتو ته لوى دعوت او بلنه سوه، مسئله که څه هم ساده او کوچنۍ وه مګر آثار او نتائج يې ډېر لوى وه.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته