سیرت نبوي (۱۳۹برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د بدر غزاء
د بدر غزاء د اسلام په تاريخ کي هغه لویه او مشهوره غزاء ده، دا هغه غزاء ده چي د دغي غزاء په واسطه سره د حق او باطل فرق او تميز وسو.
اولاً به د غزاء د پېښېدلو سبب درته بيان کړم: موږ مخ کي د عُشيره د غزاء بيان درته وکړی چي د قريشو يوه قافله د مکې مکرمې څخه و شام ته تله او رسول الله صلی الله علیه وسلم و دغي قافلې ته د حملې کولو دپاره ور و وتى خو هغه قافله سالمه ځني ولاړل، اوس چي د شامه څخه د هغې قافلې د بيرته را تلو وخت را نژدې سو رسول الله صلی الله علیه وسلم طلحه بن عبيدالله رضی الله عنه او سعيد بن زيد رضی الله عنه د مدينې منورې د شمال و طرف ته ولېږل چي د دغي قافلې د بيرته را تګ معلومات وکړي، دغه دوه نفره و (حوراء) ته چي د شام و طرف ته د يوه ځاى نوم دى ورسېدل او هلته په انتظار کښېنستل ترڅو چي ابوسفيان د قافلې سره د شامه څخه و دغه ځاى ته را ورسېدى، دغه دوه نفره په تلوار مدينې منورې ته راغله او رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په حال خبرکړى، په دغه قافله کي د قريشو ډير مالونه وه، په دې قافله کي زر اوښه په مالو بار دي چي د مالو قېمت يې د سرو زرو و پنځو لکو دينارو ته رسېدى او د دې قافلې سره فقط د څلويښتو نفرو په شا وخوا کي ساتونکي ور سره دي، د دغي قافلې مشر ابوسفيان دى او دغه قافلې د قريشو د هغه نورو قافلو څخه يو بل فرق هم درلودى هغه دا چي: هغه نوري قافلې به د قريشو څخه د څو نفرو تجارانو وې، خو په دغه قافله کي د ټولو قريشو مالونه سته، دا قافله د ټولو قريشو شريکه ده او ټول قريش د دې قافلې د سالم رسېدلو کوښښ کوي، اوس نو دغه قافله د مسلمانانو دپاره يو طلايي چانس دى، د دغي قافلې مصادره کول او اخستل پر مشرکانو يوه عسکري، سياسي او اقتصادي لویه ضربه ده، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسلمانانو کي دا اعلان وکړی چي د قريشو يوه قافله را رهي ده او په هغه کي د ټولو قريشو مالونه موجود دي، و دغي قافلې ته څوک را سره وزي؟ ښايي چي الله جل جلاله يې ستاسي په نصيب کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه وتلو سره هيڅوک نه دى امر کړى بلکه معامله اختياري وه ويل:هر څوک چي را سره وزي را سره و دي وزي، څرنګه چي په دغه وتلو کي چا دا فکر نه کاوه چي د قافلې په عوض او بدل کي دي د مکې مکرمې د لوى لښکره سره په بدر کي جنګ وسي نو ډير اصحاب کرام په مدينه منوره کي پاته سوه، ځکه دوى داسي فکر کاوه چي د دغي قافلې دپاره به د رسول الله صلی الله علیه وسلم وتل د هغه نورو غزاوو او سريو په مثل سره بېله جنګه او مقابلې فقط يو وتل وي، نو ځکه هر هغه څوک چي د دغه غزاء څخه پاته سوى دى پر هغه هيڅ مسئوليت او ملامتيا نه سته او نه وه، حضرت عثمان رضی الله عنه هم ځان آماده کړی او د وتلو إراده يې وکړه مګر د ده زوجه رُقَيّه رضی الله عنها چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور وه ډيره سخته مريضه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم عثمان رضی الله عنه ته و فرمايل: ته د رُقيّه سره پاته سه.
نو د بدر د غزاء څخه د عثمان رضی الله عنه د پاته کېدلو سبب دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر او د رقيـه رضی الله عنها مريضي وه، که نه عثمان رضی الله عنه د وتلو دپاره تياري نيولې وه.
دلته په مدينه منوره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لښکر د قافلې دپاره آماده کوي خو هلته په مکه مکرمه کي يوه کوچنۍ واقعه پېښه سوه چي اول به هغه واقعه درته بيان سي او بيا به د اسلامي لښکر و آماده کولو ته راسو.
عاتکه د عبدالمطلب لور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمه چي په مکه مکرمه کي وه يو خوب يې وليدى چي ډيره يې وبېرول او وارخطاء يې کړه، هغې داسي خوب وليدى چي يو سړئ په مکه مکرمه کي په ابطح کي و درېدى (ابطح) د يوه ځاى نوم دى، نو يو سړئ په ابطح کي و درېدى او ناري يې کړه: اې غادرانو! اې خائنانو! په درو ورځو کي خپلو مَړُو ته ولاړ سى، بيا د ابطح څخه ترکعبې شريفي پوري راغلى دلته بيا و درېدى او ناري يې کړه: اې غادرانو! په درو ورځو کي خپل مرګ ته ولاړسى او بيا دغه نفر د (أبي قُبَيس) غره ته وختى او بيا يې هغه ناره وکړه، وروسته دغه نفر يوه ډبره واخستل او د مکې مکرمې طرف ته يې وغورځول، دغه ډبره په هوا کي لکه بم سره وچاودل او د مکې مکرمې په هر کور کي يې يوه يوه ټوټه ولوېدل، عاتکې دغه خوب وليدى چي د تاريخ په کتابو کي د عاتکې د خوب په نامه سره مشهوره دى، عاتکه چي د دې خوب څخه ډېره بېرېدلې وه دا خوب يې خپل ورور عباس رضی الله عنه ته و وايه، عباس رضی الله عنه تردغه وخته پر هغه پخواني دين! يعني: شرک ؤ او هلته په مکه مکرمه کي اوسېدى، عباس هم د دغه خوبه څخه وبېرېدى او خپلي خور ته يې و ويل: دغه خوب چا ته مه وايه، مګر په خپله عباس يو ملګرى او نژدې آشناى درلودى چي وليد بن عُتبه ؤ هغه ته يې دغه خوب و وايه او دا سپارښت يې پر وکړی چي چا ته يې و نه وايي او د ځان سره يې پټ وساتي، وليد بن عتبه بيا دغه خوب و خپل پلار ته و وايه او ورته و يې ويل: دا حال چا ته مه وايه چي څوک په خبر نه سي.
مګر تاسي ته معلومه ده: سِر يا پټ راز که تر دوو تېرسو بيا نو پټ راز يا سِر نه دى (څوک وايي چي د دوو څخه دوه نفره مقصد دي) يعني: که تر دوه نفره زيات په خبر سوه بيا نو پټ نه پاته کيږي، مګر څوک وايي: چي د دوو څخه مقصد دوه شنډان دي، يعني: که دي سِر یا راز تر خوله و وتى بيا يې د پټ ساتلو امـيد مه کوه.
نو د عاتکې خوب هم و پاشل سو او ټوله مکه مکرمه په خبره سوه خو د عباس بن عبدالمطلب دا خيال دى چي د خوب په حال څوک نه دى خبر او راغلى پر کعبه شريفه طواف کوي، هلته بيا ابوجهل او د قريشو څو نور مشران سره ناست دي او د عاتکې د خوب په باره کي خبري سره کوي، کوم وخت چي عباس رضی الله عنه د دوى پر برابري يا محاذاة ورغلى ابوجهل ور ږغ کړه ويل: يا ابا الفضل! کوم وخت چي د طوافه څخه فارغه سوې بيا راسه زموږ سره کښېنه، عباس چي د طوافه څخه فارغه سو نو هلته ورغلى او د دوى سره کښېنستى، ابوجهل ورته و ويل: يا ابن عبدالمطلب! زه وينم چي په تاسي کي نبيان ډېر سوه، عباس ويل: مقصد دي څه دى؟ ابوجهل ويل: کوم وخت چي نارينه در پکښي نبي سو موږ چپ ؤ مګر اوس ښځي هم در پکښي نبياني کيږي؟ عباس رضی الله عنه وايي: ته څه وايې؟ مقصد دي څه دى؟ ابوجهل ويل: د عاتکې خوب در يادوم، عباس و ويل:کوم خوب؟ ځان يې بې خبره ښکاره کړى،
ابوجهل ويل: هغه خوب چي داسي او داسي يې ليدلي وه، ابوجهل پوره خبر ؤ او هغه خوب يې ورته و وايه، عباس رضی الله عنه و ويل: دا نه ده صحيح څوک وايي؟ بالکل منکره سو ځکه عباس پوهېدى که دا خوب رشتيا نه سي بيا نو و دوى ته پېغور جوړيږي خو ابوجهل يوه سخته جمله و ويل، هغه دا چي ويل: په والله که په دغو درو ورځو کي شئ نه سو پېښ موږ به د عبدالمطلب پر اولاده يو ليک وليکو چي په ټولو عربو کي دوى هغه درواغجنه کورنۍ ده او عباس رضی الله عنه بيا هم د خور د خوب د لیدلو څخه انکار کوي، خير عباس کور ته ولاړى او دا بيان يې هلته په کور کي وکړی، د عبدالمطلب د کورنۍ ښځي پر را ټولي سوې او ويل: ابوجهل د عبدالمطلب پر کورنۍ او اولاده دغسي خبري کولې او ته ورته چب وې؟ هغه څنګه دا جرئت پيدا کړی؟ او بيا ته ولي چپه خوله وې؟ دلته نو عباس رضی الله عنه هم قصد وکړی: که چيري دغه درې ورځي تيري سوې او کوم شئ هم نه سو پېښ نو خود ابوجهل يو څه راته وايي او دا وار که هغه يوه لږ او کوچنۍ خبره هم وکړي زه به جنګ ور سره کوم او وهل به ورکوم، عباس رضی الله عنه دا وار عزم او إراده کړې ده چي ابوجهل ته وهل ورکړي.
دا قصه دلته په مکه مکرمه کي پرېږده، موږ به بيرته مدينې منورې او د قافلې د حملې دپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لښکر و جوړولو ته ولاړ سو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د وتلو دپاره تياري ونيول او (313 يا 314 يا 317) نفره ور سره ملګري دي چي (82 يا 83 يا 86) نفره يې د مهاجرينو څخه دي او (61) نفر يې د أوس د قبيلې څخه دي او (170) نفره يې د خزرج د قبيلې څخه دي، مسلمانانو د دغه را وتلو دپاره کوم خاص ترتيبات نه وه نيولي او نه يې د جنګ دپاره پوره ضروريات ور سره اخستي وه، په ټول لښکر کي فقط دوه آسان ور سره وه چي يو يې د زبير بن العوام رضی الله عنه ؤ او بل يې د مقداد رضی الله عنه ؤ او د دغه ټول لښکره سره (70) اوښه ور سره وه چي په يوه اوښ به دوه يا درې نفره شريکان وه او د هغو د ضرورت سامان به پر بار ؤ، ځیني مسلمانان په نوبت سره سپریږي او ځيني پر پښو ځي.
حتّْی داسي کسان هم وه چي هيڅ اوښ يې نه درلودى هغه بيا ټوله لار پر پښو رهي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ، علي بن ابي طالب، او مرثد بن ابي مرثد رضي الله عنهما په يوه اوښ شريکان وه، د دغه لښکر عمومي بيرغ و مُصعب بن عُمير رضی الله عنه ته ورکول سو او دغه لښکر و دوو ټوليو ته و وېشل سو چي يوه ټولۍ يې د مهاجرينو وه او د ټولۍ بيرغ د علي بن ابي طالب رضی الله عنه څخه ؤ او بله ټولۍ د انصارو ده چي بيرغ يې د سعد بن معاذ رضی الله عنه څخه ؤ، د لښکر د راسته طرف قومندان زبير بن العوام رضی الله عنه ؤ او د لښکر د چپه طرف قومندان مقداد بن عمرو رضی الله عنه دى او فقط دغه دوه نفره وه چي په ټول لښکر کي يې آسان درلودل، د لښکر د شا د طرف قومندان قيس بن ابي صعصع رضی الله عنه ؤ او د لښکر عمومي قومندان يا قائد اعلْى په خپله رسولالله صلی الله علیه وسلم دى.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net