تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- پر موټر ولي زکات نسته؟
 
  March 5, 2012
  0

 سوال :  پر موټر ولي زکات نسته  او وجه يې څه ده ؟

د سوال کونکي نوم :  شاولي خان  - کويت 


 جواب : موټر او نور عراده جات دوه ډوله دي يو ډول يې تجارتي موټران دي ، چي په هغو کي زکات سته . 

 تجارتي موټران و هغو موټرانو ته وايي ، چي څوک يې پدې نيت رانيسي چي بيرته يې په څه اندازه گټه خرڅ کړي ، د شوروم موټران او  هغه موټران هم چي څوک يې د بل وطن څخه د تجارت د پاره واردوي په تجارتي موټرانو کي راځي ، که څوک د نصاب څښتن وي نو د کال په پوره کېدلو سره به د همدغو موټرانو د ارزښت څخه دوه نيم په سلو کي زکات ورکوي .

 د موټرانو بل ډول بيا هغه موټران دي ،چي څوک يې د ځان د استعمال او سپرلۍ د پاره رانيسي او يا يې د ټکسيتوب او باربري د پاره رانيسي دا ډول موټران چي هر څونه ارزښت ولري بيا هم زکات پکښي نسته ،ځکه د شخصي استعمال په شيانو کي زکات نسته.   ټکسي او د کرايې د پاره موټران بيا د حواملو او عواملو په حکم کي راځي . 

        حوامل و هغو غويو او اوښانو ته وايي چي سپرلۍ او بارونه پر وړل کيږي او عوامل بيا و هغو غويو اوښانو ته وايي چي يوې يا د ارهډونو څخه اوبه په راکښل کيږي . 
 
 په هداية کي وايي : ( وَلَيْسَ فِي الْعَوَامِلِ وَالْحَوَامِلِ وَالْعَلُوفَةِ صَدَقَةٌ ) خِلَافًا لِمَالِكٍ . لَهُ ظَوَاهِرُ النُّصُوصِ . وَلَنَا قَوْلُهُ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ " { لَيْسَ فِي الْحَوَامِلِ وَالْعَوَامِلِ وَلَا فِي الْبَقَرِ الْمُثِيرَةِ صَدَقَةٌ } ، وَلِأَنَّ السَّبَبَ هُوَ الْمَالُ النَّامِي وَدَلِيلُهُ الْإِسَامَةُ أَوْ الْإِعْدَادُ لِلتِّجَارَةِ وَلَمْ يُوجَدْ ، 

ژباړه : په کارکونو ، باروړونکو او پر کور واښه خوړونکو حيوانانو کي زکات نسته خو د امام مالک رحمة الله علیه  په اند زکات پکښي سته ، مالک رحمة الله علیه  د هغو ايتونو او حديثونو د ښکاره يعني عام حکمونو څخه استدلال کوي ،چي په هغو کي د زکات د ورکولو مطلق حکم سوئ دئ او زموږ د پاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا وينا دليل ده : ( په باروړونکو او کارکونکو اوښانو او د يوي په غويو کي زکات نسته ) او بله وجه دا ده  چي د زکات سبب هغه مال دئ ، چي مخ پر زياتېدو وي (ډيريږي) دليل يې الاسامه يعني په دښتونو کي د څارويو څر کول دي او يا دا چي د تجارت د پاره يې برابروي او دا دواړي وجهي د بار او سپرلۍ په غويو او اوښانو کي نسته . 

     دار قطني پدې هکله داسي حديث رانقل کړئ دئ : عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ جَدِّهِ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ لَيْسَ فِي الإِبِلِ الْعَوَامِلِ صَدَقَةٌ (سنن الدارقطني ) 
ژباړه : عمرو د خپل پلار هغه بيا د خپل نيکه عبدالله بن عمرو رضي الله عنه څخه روايت کوي چي : نبي عليه السلام فرمايلي دي : په کارکونکو اوښانو کي زکات نسته .
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۷ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته