تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٨٩۹)
نوم: احسان الله شينوارى
سوال: زه د غربي نړۍ په اطريش هيواد کي اوسېږم دلته ما ږيره خريلې ده، خو دلته په ږيره کومه پابندى نسته البته د ږيري والا انسان ته په ښه سترګه نه ګوري، نو زما د ږيري خريل شرعي عذر لري او که نه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په ياد سوي صورت کښي دا هيڅ شرعي عذر نه دى، مسلمان چي په هر ملک کي اوسیږي د ږيري خريل ورته جائز نه دى، د کافرانو خوښي او نا خوښي ته مه ګورئ، بلکي هغه شکل او صورت اختيار کړي چي الله عزوجل او د الله عزوجل رسول صلى الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره خوښ کړى دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ أَحْفُوا الشَّوَارِبَ وَأَوْفُوا اللِّحَى. الصحيح للامام مسلم: ج١، ص١١٩، باب خصال الفطر، طبع قديمي.
(٢): ولأن حلق الشعر في حقها مثله كحلق اللحية في حق الرجال. هداية: ج١، ص٢٣٦. مکتبة: حبيبيه.
(٣):لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق ولذا يحرم على الرجل قطع لحيته. الدرالمختار: ج٥، ص٢٨٨، مکتبة رشيديه.
(٤): ڈاڑهى کا مونڈنا مُثله ہے مردوں کے حق ميں اور مُثله حرام ہے، پس ڈاڑهى مونڈنا حرام ہے. فتاوى محموديه: ج١٩، ص ٤٠٩ للعلامة مفتي محمود حسن ګنګوهي رحمة الله علیه (مفتي سابق دارالعلوم دیوبند-هند) و کذا احسن الفتاوى: ج٦، ص١٧- ١٨.
جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا ، مولوي سيدعبدالباري و مولوي رفيع الله ارغندابى
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان