تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حياء (دوهمه برخه)
 
  April 25, 2012
  0

 رالېږونکی: عبيد الله تنوير


دوهمه برخه

ايا دغه مسلمانان وروڼه عامو مسلمانانو او حتی يوې مسلماني بي بي خور ته ځواب لري چي زما مسلمانه وروره!
۱ ولي زما پوړنئ په کفري رنګونو رانګوې؟
۲ ولي مي په اسلامي حجاب او پرده مسخرې وهې؟
۳ ايا زما پر بې پته کېدلو ته خو ښېږې چي تاته يو څو پيسې پلاس درشي؟
۴ ایا دغه پیسې تر هر څه ډېر ارزښت لري؟
۵ ایا دغه وروڼه چي خپل بدنونه جوړوي دوئ به د مرګ له فرښتو سره څه وکړي؟
۶ ایا دوئ د ګور چنجیو ته ځانونه چاغوي؟
دا حقایق دي هيڅوک له پامه نه غورځوي.

دغه تابلوګانو والاؤ ته هيڅوک نه شي ويلای چي مسلمانه وروره دا دي څه آفت خپل ښارته راوړی؟
دیني علماء، عزتمند سپین ږیري، ځوانان او خویندي چي ښار ته راوځي له حيا څخه پورته نه شي کتلای. چي درملتون ته ورشي د درمل پر ځای د سینما صالون جوړ شوی، هغه لوڅ بربنډ او بې حيا پاکستاني، هندي، امریکایي او نور تصويرونه ليدل کيږي چي د دغه مسلمان ورور لپاره دا خپله روزي لا چندان صحت شايد ونه لري. که هغو دغه عکسونه په دوکانو چاپ کړي موږ خو هم د خپل اسلاميت له مخي داسی يو رنګ یا چسپ لرو چي دا بربنډ تصويرونه پرې پت کړو او خپل څښتن تعالی جل جلاله او خپل ګران غمخور پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته چي د شفاعت هیله ورڅخه لرو او کلمه هم پرې وايو يو څه خپل ځان وزنژدې کړو چي ما خو په خپل کاروبار کي د بې حيائی او فحشاؤ مخه نيولې وه. 
 

په دې اړوند که څومره ويل يا لیکل وشي بيا هم د زړه درد نه پرې کميږي خو دا ټول زيار او کوښښ خاص د خپل لوی بې پروا څښتن جل جلاله او خپل غیرتمن، عزتمند او شفيع المذنبين پيغمبر صلی الله علیه واله وصحبه وسلم په خاطر او د ځان خپل اسلامي ټولني او خاص ستا مسلمان ورور د خير غوښتني او نيکمرغۍ په خاطر کوم هیله ده چی د الله تعالی جل جلاله په لوی دربار کي ومنل شي او ستا مسلمان ورور ذهن ته هم يو څه در ورسيږي چي زما نو په دي کار کي بل څه غرض دي ټول ديني علماء، سپين ږيري او دین دوسته کسان چی هلي ځلي کوي زموږ ستاسي د نجات او ژغورني لپاره يې کوي.

 دوئ تر خپله وسه مسؤلیت لري ( نور نو هر سړی او خپل پيټئ ) مګر دا خبره دي وهر چا ته معلومه وي چی دا دليل او بهانه بيا هلته نه منل کيږي چی زه نه پوهېدم يا زه خبر نه وم ځکه هر مسلمان چي يو کار و کسب پیل کوي بايد د هغه په اړوند پوره شرعي معلومات ولري. حلاله روزي په اسلام کي خورا ستر مقام او منزلت لري که په عقلي دليل سره استدلال وکړو نو هم کیدای شي د خپل عقل او درايت په وسيله حقيقت درک کړو. مثلاً که د پاکو اوبو یا شيدو په یو ډک لوښي کي يو څاڅکی ناپاکه اوبه او یا بله ناپاکی ولويږي يو عاقل انسان د دغه ټول لوښي او به يا شيدي پاکی بللای شي؟ هيڅکله نه!

د اسلام سپېڅلئ دین د هيڅ ډول روغتیا او پر مختیا مخالف نه دی. زه هم د هيچا بد خواه او دښمن نه يم او نه مي دغه ليکنه د خپلي شخصي رايي له مخي کړې ده. هر ورور کولی شي چي په دی اړه معلومات تر لاسه کړي.

هر مسلمان په دې پوهيږي چی بنياد د بندګۍ په حلاله روزي ولاړ دی په حلالو کی خوند شته، د راحت او رحمت، عزت او شرافت سبب ګرځي. نو زه د خپل لوري و دغه هر مسلمان ورور ته عرض کوم چی ګرانه: ته زما ورور د سترګو تور او د اسلامي لاري ملګري يې زما او ستا هدف او مقصد ډېر لوړ دی نه بايد په داسی ټيټ صفت او رټل شوي شيانو باندي د ځان حيثيت خراب کړو. که لږ ځير شو ټوله کفري نړۍ د اسلام د مقدس دين د لارويانو په ضد يوموټی شوي او ډول ډول چاري ئې پکار اچولي تر څو دا سپېڅلی دين د خلګو په نظر بل ډول وښئ او د مسلمانانو په هيوادونو او ټولنو کي رنګارنګ کرکي جګړې، ورور وژني او نوري ناخوالي رامنځته کړي نو ګرانه مسلمانه وروره! په ډېره مينه او پوره ريښتنولۍ سره زړه در نژدې کوم که دي په سمع د قبول سره زما وينا واورېده او په عمل کي دي هڅه وکړه ان شأالله العزيز ټولي نيکمرغۍ به دي په برخه شي او که نه نو زه به يو څو بيته درته وليکم او خپله وينا به پای ته ورسوم.

ما نصيحت برای خود کردیم / روزګاري در آن به سر بردیم
ګرنيايد به ګوش رغبت کس / بر رسولان بلاغ باشد وبس

په مينه او درناوي

الحمدلله رب العلمين وصلی الله تعالی علی سیدنا محمد وعلی اله وصحبه و امته اجمعين
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته