د نارینه لپاره غیرت په کار دی
ژباړه: عبدالسلام (حنفي )
په ۲۸۶هـ سنه د ري په ښار کې د قاضي موسی بن اسحاق مجلس ته یو ښځه د دعوې لپاره راغله او وکیل یي دا دعوه وړاندي کړله چې د دې ښځي په خپل خاوند باندي پنځه سوه درهمه مهر باقي پاتې دي. خو خاوند یې منکر دی. نو قاضي د ښځې وکیل ته وویل شاهدان لري؟
هغه وویل هو اوس یې دادي حاضروم.
نو کله چې شاهدان حاضر شول ځیني شاهدانو غوښتنه وکړله چي د ښځې مخ یوار ښکاره کړی تر څو د دوی یقین راسي چي دا همغه ښځه ده او د شاهدی په وخت کې ورته اشاره وکړي. نو کله چې دوی د دې غوښتنه وکړله خاوند یې ورته وویل تاسو څه کوئ؟
وکيل ورته وویل شاهدان غوښتنه لري چي ستا د ښځي مخ یوار وویني چي د دوی یقین راسي او شاهدي یې صحیح سي او دا خو یو ضرورت او اړتیا ده چي شاهدان یوار د ښځي مخ وویني.
خاوند یې وویل چي زه شاهدي وایم چي زما د ښځي پر ما پنځه سوه درهمه مهر باندي دی خو مخ یي مه ښکاره کوئ.
ښځي وویل چي زه د قاضي په مخ کې شاهدي وایم او قاضي شاهد ګرځوم چي دا مهر ما ده ته په دنیا او آخرت کې وربخښلی دی.
نو قاضي چي کله د دوی دا غیرت ولیدئ او په تعجب کي سوو. نو يې وویل چې د دوي دا کړنه باید په بهترینو اخلاقو کې ولیکل سي.
تاریخ بغداد للخطیب البغدادي. ج، ۱۵ صـ ۵۱ بیروت