تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۷۱)
نوم: حاجي خان
سوال : د سریا ږیری رنګول یوازی په نکرځو رنګول جواز لری او که په ټوپانو، سپریګانو او شیمپوګانو؟
جواب : نکرځي که سرې وي يا ژړې وي د نارينه لپاره د سر يا ږېري باندي يې استعمال جائز دي، او تور رنګ که د هر شي په ذريعه استعمال کړي هغه مکروه تحريمي دى، نو په کراهت تحريمي کښې دغه د نن صبا (عصر حاضر) ټوپان او سپرېګانې ټول راځي ځکه دا ټول تور رنګ دى نکرځي نه دي، او تور رنګ لګولو څخه جناب نبي کريم صلى الله عليه و سلم منع فرمائلې ده، البته تور رنګ د مجاهد لپاره چي په دښمن باندي رعب او دبدبه واچوي جائز دى او د امام ابو يوسف رحمة الله عليه د قول مطابق د خپلې ښځې لپاره د ښایست راوستلو هم اجازه سته.
جواب: مولوي سيد عبدالغفار حسیني
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): فتاوی محمودیة، ج۱۹، ص۴۵۴-۴۵۷