اسماء وويل چي یو وخت عبدالملک يو ډېر اغېزمن تقرير وکړی چي په همدې بيان کي نوموړي الله تعالی ته په ژړا سره وویل: ای زما ربه! زما ګناهونه ډېر زيات دي مګر ستا د بخښني يوه کوچنۍ ذره زما تر ټولو ګناهونو ډېره ده. ای الله! زما دا دومره ډېر ګناهونه ستا د رحمت په يوه کوچنۍ برخه را وبخښه. اسماء وویل چي کله دغه د عاجزۍ دعا تر حسن بصري رحمة الله عليه پوري ورسېدل نو هغه هم په ژړا سو او ويې ویل: که يو وخت خبري تر خولې راوتلي وي چي باید په سرو زرو ولیکل سي نو همدغه به هغه کلمات وي چي بايد په سروزرو وليکل سي.