يوه ښځه چي د بلي ښځي په موخۍ كي وركول سي پدې ډول چي هره ښځه د هغي بلي ښځي د ولور په بدله كي وشمېرل سي دغه ته په عربي شِغار وايي .
په اسلام كي يوه ښځه د بلي ښځي په ولور كي نسي وركول كېدلاى .
د امام شافعي رحمة الله علیه په آند د موخۍ نكاح فاسده ده ، نه صحيح كيږي ، ځكه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : په اسلام كي شِغار يعني موخۍ نسته (۸).
زموږ امامان د دې نبوي حديث مراد دا ګڼي چي يوه ښځه د بلي ښځي ولور نسي ګرځېدلاى نو ځكه د موخۍ په نكاح كي مهر مثل لازميږي .
البته د نكاح تړون یې صحيح دى ، ځکه دا داسي نکاح ګڼل کيږي لکه ولور چي پکښي ټاکل سوى نه وي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
----------------
(۸): عَنْ نَافِعٍ عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لاَ شِغَارَ فِى الإِسْلاَمِ ». ( مسلم )