تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۳۷۹)
نوم: عبدالرحمن
سوال : بعضي خلګ وايي چي په اوسني حکومت کي دجمعي د لمانځه وروسته چي څلور نست کېږي بايد د ماپښين د فرضو نيت وکړي يا دا سمه ده ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
دجمعي لمونځ پر مسلمانانو په هر وخت کي واجب دى که څه هم د مسلمانانو ښارونه دکفارو په لاس کي وي،که چيري والي د ښار هم کافر وي مسلمانانو ته جائز ده چي د جمعې لمونځ اداکړي. مطلب دا چي دجمعي لمونځ تر حکومت پوري تعلق نه لري ، او نه دوهم وار را ګرځېدل غواړي.
جواب : مولوى رفيع الله
الجواب صحیح :مولوي عبدالهادي ، مولوي سيد عبدالباري .
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار ، افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : فِي مِعْرَاجِ الدِّرَايَةِ عَنْ الْمَبْسُوطِ الْبِلَادُ الَّتِي فِي أَيْدِي الْكُفَّارِ بِلَادُ الْإِسْلَامِ لَا بِلَادُ الْحَرْبِ لِأَنَّهُمْ لَمْ يُظْهِرُوا فِيهَا حُكْمَ الْكُفْرِ بَلْ الْقُضَاةُ ، وَالْوُلَاةُ مُسْلِمُونَ يُطِيعُونَهُمْ عَنْ ضَرُورَةٍ أَوْ بِدُونِهَا ، وَكُلُّ مِصْرٍ فِيهِ وَالٍ مِنْ جِهَتِهِمْ يَجُوزُ لَهُ إقَامَةُ الْجُمَعِ وَالْأَعْيَادِ وَالْحَدِّ وَتَقْلِيدُ الْقُضَاةِ لِاسْتِيلَاءِ الْمُسْلِمِ عَلَيْهِمْ ، فَلَوْ الْوُلَاةُ كُفَّارًا يَجُوزُ لِلْمُسْلِمِينَ إقَامَةُ الْجُمُعَةِ وَيَصِيرُ الْقَاضِي قَاضِيًا بِتَرَاضِي الْمُسْلِمِينَ وَيَجِبُ عَلَيْهِمْ أَنْ يَلْتَمِسُوا وَالِيًا مُسْلِمًا. ردالمحتار: ج۱ ، ص۵۹۵ .