تعلیم الاسلام دارالافتاء
شمېره: ۱
سوال : هغه کسان چی حلاله نکاح ولری او دوی د بلی ښځی سره یو وخت زنا وکړي، ددی حکم څه دی؟ ایا د همدی کس خپله حلاله نکاح ورته حلاله ده او که حرامه؟ او که ورباندی طلاقیږی
د سوال کونکي: نثار احمد
جواب : پر نوموړي سړي باندي خپله ښځه نه طلاقېږي ، ځکه چي و طلاق ته شرائط سته طلاق، خپل شرائط لري او هغه دادي : طلاق په دوو شيانو سره راځي :
١_ په ويناسره صَرَاحَةً يا کناية
٢_ یا په حرمت د مساهرة
که څه هم ، چي دغه عمل ډېره غټه ګناه ده او دى دي د الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي .
کتبه
مولوي عبدالسلام
تعلیم الاسلام دارالافتاء