نوم: الیاس
ولايت: سالوغي
هيواد: یونان
مسلسله شميره: (۲۹۴۳)
سوال: زما شرعي پوښتنه داده: ډیر وخت وسو چی د نکاح په تلاښ کي یم خو هیڅ مي قسمت کار نکوي او یو چا مي بخت د سحر په وسیله رابند کړی دی، زه څنګه کولای سم دا بخت مي خلاص سي او حلاله نکاح راته نصیب سي ایا یو و ظیفه سته چي وې وایم او که یا بله حل لاره لري والسلام په احترام.
الجواب حامدآ ومصلیا
د الله جل جلاله څخه په دعا او خصوصا ددغي دعا په ویلو سره داسي مشکلات حل کیدای سي، هغه دعا دغه ده اللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِیالدُّنْیَا حَسَنَةً وَ فِیالآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.
والله اعلم بالصواب
-----------------------
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : لیسال احد کم ربه حاجته کلها حتی بسال شسع نعله اذا انقطع (رواه الترمذی ، حدیث نمبر ۲۶۸۲)
وقال الملاعلی قاري : فسر علی رض الله تعالی عنه قول تعالی ربنا اتنافی الدنیا حسنته بالمراهّ الصالحهّ مرقاة شرح مشکوهّ : ۶/۲۴۱ کتاب النکاح فصل اول.
المجیب: حمداالله
المتخصص فی الفقه بجامعة الخیر الاسلامیة بکندهار