جامع الترمذي په صاح الستة کي دريم مقام لري او د سنن الترمذي په نامه هم ياديږي البته په جامع الترمذي زياد شهرت لري .
امام ترمذي رحمة الله علیه وايي : ما دا کتاب د حجاز ، عراق او خراسان و علماوو ته وړاندي کړئ هغو ټولو خوښ کړئ او که د چا په کور کي جامع الترمذي وي نو لکه د هغه په کور چي د الله جل جلاله نبي وي او ور سره ږغيږي.
امام ترمذي رحمة الله علیه يو حديث په ثلاثي يعني درې کسيز سند هم را نقل کړئ دئ :
حَدَّثَنَا إِسْمَعِيلُ بْنُ مُوسَى الْفَزَارِيُّ ابْنُ بِنْتِ السُّدِّيِّ الْكُوفِيِّ حَدَّثَنَا عُمَرُ بْنُ شَاكِرٍ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَأْتِي عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ الصَّابِرُ فِيهِمْ عَلَى دِينِهِ كَالْقَابِضِ عَلَى الْجَمْرِ (الترمذي )
ژباړه : پر خلکو داسي زمانه راتلونکې ده چي پر دين باندي صبر کونکى به يې داسي وي لکه د اور سکروټي چي چا په موټ کي نيولي وي .
دا حديث امام ترمذي د اسماعيل ، عمر او انس رضي الله عنهما په سند د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه را نقل کړئ دئ تر دې وړاندي موږ يادونه کړې ده چي بخاري ٢٢ ثلاثيات لري .
په بستان المحدثين کي وايي : د امام الترمذي تصنيفونه ډېر دي خو تر ټولو غوره او ښه يې همدا جامع الترمذي دئ بلکي د ځينو وجهو لکبله د حديثو پر ټولو کتابونو غوره او احسن دئ پر نور کتابونو يې د غوره والي وجهي دا دي :
لومړى : جامع الترمذي په ډېر ښه ترتيب وډل سوئ دئ او تکرار هم نه لري .
دوهم : ترمذي رحمة الله علیه د فقهاوو مذهبونه هم ذکر کړي دي او د هر مذهب والا د استدلال وجه يې هم بيان کړې ده
دريم : د حديثو ډولونه لکه صحيح ، حسن ، ضعيف ، غريب او معلل يې هم پکښي ښوولي دي .
څلورم : د راويانو نومونه ، لقبونه او کنيتونه يې هم پکښي بيان کړي دي .
دا څلور واړه د جامع الترمذي ډېري ښکلي او ګټوري ځانګړتياوي دي چي د حديثو په نورو کتابونو کي يې سارى نه ليدل کيږي .
ابو اسماعيل الهروي وايي : جامع الترمذي زما په اند تر بخاري او مسلم هم زياد ګټور دئ ، ځکه د دې کتاب څخه هر څوک ګټه اخيستلاى سي خو د بخاري او مسلم څخه بېله لويو علماوو څخه بل څوک ګټه نسي اخيستلاى .
امام الترمذي وايي : د دې کتاب په ټولو حديثونو عمل کول کيږي . د علماوو څخه څوک يې په يوه حديث او څوک يې په بل حديث استدلال او عمل کوي البته بېله دوو حديثونو څخه چي په هغو باندي څوک عمل نه کوي يو د ابن عباس رضي الله عنهما دا روايت :
أن النبي صلى الله عليه وسلم جمع بين الظهر والعصر بالمدينة والمغرب والعشاء من غير خوف ولا سفر ولا مطر . او بل دا حديث چي نبي صلى الله عليه وسلم وايي :
إذا شرب الخمر فاجلدوه فإن عاد في الرابعة فاقتلوه .
د دې دواړو حديثونو علت ما په کتاب کي بيان کړئ دئ .
جامع الترمذي ډيري شرحي لري چي د هغو د جملې څخه يې څوپه لاندي ډول دي :
١- عارضة الأحوذي في شرح الترمذي : دا د محمد بن عبدالله الاشبيلي رحمة الله علیه چي په ابن العربي شهرت لري شرح ده . ابن العربي مالکي مذهبه دى او په ٥٤٦ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ .
٢- تحفة الأحوذي بشرح جامع الترمذي : دا د محمد عبد الرحمن بن عبد الرحيم المباركفوري أبو العلا رحمة الله علیه شرح ده .
٣- العرف الشذي شرح سنن الترمذي : دا د مولانا محمد أنور شاه بن معظم شاه الكشميري الهندي رحمة الله علیه شرح ده .
٤- قوت المغتذي على جامع الترمذي : دا د جلال الدين السيوطي شرح ده .
٥- د حافظ أبو الفتح محمد بن محمد بن سيد الناس اليعمري رحمة الله علیه شرح . ابو الفتح رحمة الله علیه شافعي مذهبه دى په ٧٣٤ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ البته دا شرح د مؤلف لخوا تکميل سوې نه ده بلکي حافظ زين الدين عبد الرحيم بن حسين العراقي رحمة الله علیه چي په ٨٠٦ کال وفات سوى دئ ور پسي تکميل کړې ده .
ماخذ: د فضیلت پګړۍ
مؤلف: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي