تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : ( ۲۰۴)
نوم: مطیع الله
د اوسېدو ځای: کندهار
سوال : که چیری په روژه کی څوک غا ښ ډک کړی ایا روژی ته کوم تاوان رسيږی کا یا
جواب : روژه هغه وخت ماتيږي چي دده و ستوني ته دوا يا وينه ورسيږي که و ستوني ته شی نه وي داخل تاوان نه کوي البته کراهت راولي .(۱)
که چيري د غاښ د ډکېدو په وخت غاښ ته نوري مايع دوا وي ورا واچول کيږي نو په هغو کي غالبه داده چي هغه و ستوني ته کښته کيږي او مفسد صوم ګرځي لهذا په داسي صورت کي غاښ ډکول جائز نه دي، که وسي قضاء لازميږي . (۲)
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
کتنه: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): الدم اذا خرج من الاسنان و دخل حلقه ان کانت الغلبةللبزاق لا يضره و ان کانت الغلبة للدم يفسد صومه . فتاوي هندية:ص٢٠٣، جلد ١، کتاب الصوم، الباب الرابع فيما يفسد وما لا يفسد .
(۲): روزی کا انسایکلوپيډيا: ص ۸۳