تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي ژوندون داسلام په رڼاکې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 29, 2021
  0

اسلامي ژوندون داسلام په رڼاکې .


ایډیټ : بصیریوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 دغه ټول کاینات یو څښتن ، خالق، مالک او حاکم لري چې دغه ټول شیان یې پیداکړي دي هغه بې سیاله مالک حاکم او څښتن دی دهغه جلت عظمته دامر تر واکمنۍ لاندې دا ټول نظام چلیږي ، هغه حکيم او مطلق واکمن په څرگندو او پټو شیانو پوه له هر عیب ، نیمگړتيا ، کمزورۍ او نقصان څخه پاک دی دهغه الوهیت په داسې طریقه ټينگښت موندلی دی چې هیچا ته اړ نه دی بې سياله واکمن دې انسان د پیدایښت په لحاظ دهغه بنده ده دهغه مسؤلیت او دنده دادی چې د خپل خالق بندگي او اطاعت وکړي هغه باید دژوند په ټولو پړاونو کې په بشپړه توگه دالله عزوجل بندگي وکړي هغه ته دبندگۍ دلارې ټاکل دهغه خپل کارنه بلکې دهغه ذات کار دی چې د ټولو کایناتو څښتن او د هغه د لارښوونې لپاره يې خپل پیغمبران راستولي او خپل کتابونه يې نازل کړي دي انسان مسؤلیت لري چې دخپل ژوند دلارښوونې لپاره د هغه جلت عظمته دلارښوونو سرچینې ته مراجعه وکړي ، انسان په خپل ټول ژوند کې د الله جل جلاله عظمته په وړاندې ځواب ورکوونکی دی دغه ځواب ورکول په دې نړۍ کې نه دي بلکې داهر څه به په اخرت کې وي . 


د دنیا او سني ژوند دازموینې ډگر دی دلته باید دانسان ټول کوښښونه په دې خبره راوڅرخيږي چې هغه داخرت په ځواب ورکولو کې دخپل څښتن په وړاندې بری ترلاسه کړي په دغه ازموینه کې دانسان ټول وجود شریک دی دهغه دټولو ځواکونو او صلاحیتونواو دژوندانه د هريو اړخ ازموینه به اخېستل کېږي په ټولو کایناتو کې چې له کوم شي سره چې دی مخامخ کیږي او دده ورسره تعامل وي په بشپړه توگه به حساب څنگه تعامل کړی او دغه حساب کونکی به هغه سپیڅلی ذات وي چې دځمکې پر ټولو ذراتو ، هوا ، اوبو ، او پخپله د انسان په زړه ، دماغ، لاس او پښو نه یوازې دده په حرکاتو او سکناتو بلکې دده په فکر او ارادې پورې په ټولو شیانو د علم څښتن دی دنړۍ په ژوند کې د انسان دټولو کړو وړو ریکارډ جوړیږي .


ماخذ: اسلام دژوند نظام


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته