فتوا: د کرايي پر کور زکات سته چي نقدي...
تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : ( ۱۸۶)
نوم: فدا محمد روحاني
سوال : آيا ذکات پر هغه چا فرض دي چه خپل کور نلري او په کرائي کور که ژوند کوي، که څه هم يو مقدار زر او نقدي پېسي ولري او د هغه ټوله دارايي دومره نه وي چه ځان ته د استوګني لپاره کور جوړکړي
جواب : که زر او نقدی پیسی یی تر پور او هم د ژوندانه تر اصلی اړتیاوو ( حوایج اصلیه ) دونه زیاتی وی چی د زکات نصاب یی پوره کاوه نو دا کس په شریعت کی غنی ګڼل کیږی د بل چا څخه زکات نسی قبلولای او د کار په تیریدلو دوه نیم په سلو کی زکات پر فرض کیږی .(۱)
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
کتنه: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــ
(۱): فتاوی حقانیه: ص۴۸۸، ج ۳- باب وجوب زکوة وکذا امداد الفتاوی: ص ۵۹، ج ۲- کتاب الزکوة