کوچني عيبونه
د قرباني د پاره تر ټولو غوره روغ رمټ حيوان دى خو دا چي په حيوانانو کي څه ناڅه عيبونه وي ، نو ځکه کوچني عيبونه د قرباني مانع نه ګرځي.
خو دا چي کوم عيب غټ او کوم عيب کوچنى دى،پدې اړوند د ابوحنيفه رحمه الله څخه څلور ويناوي رانقل سوي دي،
يو قول يې چي هغه د ابويوسف او محمد قول هم دى دا دى: وايي که د غوږ زياته برخه يې پاته وه يعني د غوږ د نيمايي څخه يې لا هم لږ برخه پرې وه دا کوچنى عيب بلل کيږي ، قرباني يې صحيح ده البته کراهيت لري.
د لکۍ يې هم دا ډول حکم دى، که تر نيمايي زياته برخه يې پاته وه نو قرباني يې د کراهيت سره صحيح ده ، خو که د غوږ يا لکۍ نيمه برخه يې پرې وه بيا يې قرباني صحيح نه ده.
کوک : مورزاده کوچنى غوږي حيوان ته کوک وايي ، د کوک پسه قرباني صحيح کيږي پدې شرط چي د غوږ زياته برخه يې پرې سوې نه وي.
هغه حيوانان چي غوږونه يې سوري وي يا يې د غوږ د څوکې ، يا د يوه او بل اړخ څخه څه څه اندازه پرې سوي وي ، لکه دروږي پسونه يا يې غوږ په غيچي څيري سوى وي خو ټوټې يې په ځړيږي ، د هغه قرباني کول کراهيت لري ، خو که د غوږو پرې سوي برخي يې نيمايي ته رسېدلي نو بيا يې قرباني نه صحيح کيږي.
د ښکر ماتي حيوان قرباني صحيح ده، البته که ښکر يې بيخي په بيخ کي مات سوى وو او دماغ ته رسېدلى وو نو بيا يې قرباني نه صحيح کيږي.
----------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه
مخکنۍ ليکني: