طلاق د وخت او شمېر له مخي درې ډولونه لري چي هغه دادي : احسن طلاق ، حسن طلاق او بدعي طلاق ، همدا ډول هغه لفظونه او كلمې چي طلاق په اچول كيږي هغه هم درې ډولونه دي .
لومړى د طلاق صريح لفظونه .
دوهم د طلاق هغه لفظونه چي صريح نه دي خو د صريح الفاظو حكم لري .
دريم د طلاق كنايي لفظونه .
د طلاق محل خپله منكوحه ده نو ځكه سړى هغي ښځي ته طلاق وركولاى سي چي هغه يې په نكاح كي وي او يا يې د طلاق په عده كي وي .
كه څوك خپلي ښځي ته رجعي طلاق يا بائن طلاق وركړي او د همدې طلاق په عده كي بل طلاق وركړي هغه هم واقع كيږي .
طلاق د هغه مېړه واقع كيږي چي هغه عاقل ، بالغ او ويښ وي د ليوني او نابالغه كوچني طلاق نه واقع كيږي او همدا ډول د باوله طلاق هم نه واقع کيږي ، ځکه باوله او ليونحاله هم د ليوني حكم لري، همدا راز كه څوك بيده وي او د بيدو په حالت كي و ږغيږي او خپلي ښځي ته طلاق وركړي نو دا طلاق هم نه واقع كيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح