تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د یوې روژې فدیه څو افغانۍ کیږي؟
 
  November 4, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۲۱۴)

نوم: اسد ولي                                                                                      

سوال : د یوې روژې پر سر څومره کفاره (نقدی افغانۍ) باید ورکړل سۍ ؟

جواب : که سړى د روژې نيولو طاقت لري بيا يې هم روژه وخوړل اول خو پر ده باندي شپيته (۶۰) روژې پرله پسي نيول د کفارې لازمي دي. او که د روژي نيولو طاقت یې نه وو بيا نو پرده شپېته (۶۰) مسکينان دوه وخته مړول دي يا شپېتو (۶۰) مسکينانو ته د سرسايي په اندازه غله ياد هغه قيمت ورکول دي. د غلې قيمت معلوم نه دئ هر وخت تغير خوري، په هره ورځ، چي يې کفاره ورکول په هغه ورځ دي يې قيمت کړي او بيا دي  يې ورکړي .  (۱)

جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان







ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وان عجز عن الصوم اطعم ستين مسکينا کالفطرة اى نصف صاع من بر او صاع من تمر او شعير . ( ردالمحتار: ج،٢:ص،٤٧٨. جامع الرموز:ج،٢:ص، ٣٦٦. الجوهرة: ج،١٤٧:١ ) 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته