تازه سرليکونه
د (فتوا قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د پیسو په مقابل کي د قرانکریم ختم
 
  October 24, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۰۰)

نوم: محمود

سوال : که زه خپل په کور کي د قران کریم ختم وکړم زه يې په عوض کي پیسې در وړم دا څنګه دی صحیح دی که یا؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د قرانکریم ختم په اجاره او مزدوري سره کول  جواز نه لري، دغه ډول که څوک صرف د پیسو په طمع او هیله ختم کوي هغه لره هم پر دغه ختم ثواب نه رسیږي ،خو که څوک ختم د الله له پاره وکړي  او  هغه ته بیا څوک د احسان او اکرام په ډول څه اندازه پیسې ورکړي ددغو پیسو  ورکول او اخیستل جواز لري. 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عن أنس بن مالك : أن رجلا من كلاب سأل النبي صلى الله عليه و سلم عن عسب الفحل فنهاه فقال يا رسول الله ! إنما نطرق الفحل فنكرم فرخص له في الكرامة. سنن ترمذي، ج۱، ص۱۵۳. 

(۲):  فتاوی فریدیه: ج۲، ص۵۷۸

جواب: مولوي رفیع الله 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته