تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٤٨٦)
نوم: علي احمد
سوال :که څوک زکات خپل واده کړي لور ته ورکړي ايا صحيح کيږي او که نه ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
زکاة اصولو او فروعوته نه ورکول کیږي، مثلاً: خپل پلار ، د پلار پلار، که څه هم لوړ وي او خپل اولاد ته، که څه هم کښته وي.
جواب : مولوي عبدالسلام
الجواب صحيح : مولوی سيد عبدالباری او مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : قال ولا يدفع المزكي زكاته إلى أبيه وجده وإن علا ولا إلى ولده وولد ولده وإن سفل لأن منافع الأملاك بينهم متصلة فلا يتتحقق التمليك على الكمال. العناية شرح الهداية، ج٣ ، ص٢٠٦ .