علي الله "متوکل الرحمن"
د محمد صلی الله علیه وسلم ژوندلیک مطالعه کولو زه و اسلام ته و هڅولم:
د ۲۰۰۷ ز. کال را په دې خوا اسلام د نړۍ تر ټولو زیات خپرېدونکی او پرمختګ کوونکی دین دی؛ چي هره میاشت، هره ورځ او هر ګړی ورته ډلي- ډلي انسانان را درومي؛ د لایزال خالق جل جلاله هدایت تر لاسه او ژوند په ښکلی کوي. د اسلام په مټ ځان د عدل او انصاف و ټولي ته را ټېل وهي او د حقیقي خالق و حقیقي دین ته ځانونه تسلیموي.
یوسف دربیشیر هم یو له هغو کسانو څخه دی، چي د حقیقي خالق په تخلیق کي ئې د غیر حقیقي دین لار تعقیبول او د اسلام څرګنده، منزه او سپېڅلي لار ځيني ورکه وه؛ خو د الله جل جلاله له خوا د را استول سوي امین نبي او د جهانونو د سردار حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ژوندلیک په ویلو سره د ژوندانه ټولي تاریکې روښانه سوې او د اسلام مبارک دین یي ومانه.
دا چي یوسف ورور څنګه له اسلام سره معرفي سوی او اسلام ئې قبول کړی، دلته به د ده کیسه کټ مټ را نقل کړو:
"مخکي تر دې چي زه د اسلام په مبارک دین مشرف سم، ما شراب څښل او د شنبې په ماښام د لهو او لعب لپاره بهر ته وتلم؛ خو دا هر څه مي هغه وخت پرېښودل، کله چي زه د رخصتۍ لپاره یونان ته ولاړم.
کله چي تاسي په رخصتۍ وزی، نو له هوایي میدان څخه نیولې، بیرته تر هوایي میدانه تاسي و دې ته مجبوره کېږی، چي څو ځایه انتظار وباسی. د دې لپاره،چي هر ځای مي د انتظار شېبې را لنډي کړي وي، نو و یو کتابتون ته ولاړم؛ تر څو یو کتاب د مطالعې لپاره واخلم. په کتابتون کي خوا او شا وګرځېدم. داسي کوم کتاب مي و نه موند، چي د مطالعې لپاره ئې واخلم؛ ځکه مي د کتابتون څخه د را وتلو تکل وکړ. د را وتلو په وخت کي له یوې المارۍ څخه و مښتم او ټول کتابونه ئې راولوېدل. ما له ځان سره د خجالت احساس وکړ؛ تر څو ځان له دې حالته وباسم. نو مي اول هغه رالوېدلي کتابونه پورته کړل او بیا مي د یو کتاب په ویلو شروع وکړه. د کتاب نوم " د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوندلیک" او لیکوال ئې (برنابي روګرسن) و. د کتاب لومړۍ صفحه مي ولوستل؛ ډېره په زړه پوري وه. دوهمه صفحه مي را شروع کړه. هغه تر اولي هم په زړه پوري وه؛ نو مي کتاب رانیوی او په لوستلو مي ئې شروع وکړه. د کتاب د خلاصولو سره سم مي دا وغوښتل، چي زه باید ډېر په اسلام پوه سم. ځکه و یو مسجد جامع ته ولاړم او امام ته مي ورته کړه، چي زه غواړم په اسلام نور هم پوه سم. د مسجد جامع امام راته په لنډو ټکو وویل، چي په اسلام د پوهېدو لپاره دا غوره لاره ده، چي اسلام راوړې. ما هم بې له ځنډ او دوهم ځل فکر کولو څخه د شهادت کلمه (أَشْـهَدُ أَنْ لا إِلـهَ إِلاّ الله وَأَشْـهَدُ أَنَّ مُحَمّـداً عَبْـدُهُ وَرَسـولُه) وویل او د اسلام دې عظیم نظام ته مي خپل ګامونه داخل کړه. الحمدالله!
د حضرت حمزه رضي الله عنه سره ورته والی:
کله چي ما د اسلام تاریخ مطالعه کاوه، نو ما داسي فکر کاوه، چي زه په صحابه وو کي و حضرت حمزه رضي الله عنه ته ورته یم؛ ځکه صحابه رضي الله عنهم هم هغه کسان وه، چي اول په کوم بل دین، خو وروسته مسلمانان سوي وه. زما ورته والی له حضرت حمزه رضي الله عنه سره په دې کي و، چي ما هم له اسلام او مسلمانېدو وروسته خوند اخیست او هغه هم. تر اسلام مخکي ژوند خو مو بېخي سره یو شان و.
کله چي زه و حج ته ولاړم، نو د دې تکل مي وکړ، چي د اُحُد د غزا و شهیدانو ته ورسم تر څو د شهیدانو و روح ته دعاء وکړم. هلته په رسېدو سره، چي له بس څخه لا کښته سوی نه وم، بې اختیاره مي اوښکي پر مخ رواني وې او احساسات مي په ناحقه را پارېدلي وه. هر څه کوښښ مي کاوه، تر څو او ښکي قابو کړم؛ خو تر واک مي وتلې وه. راسره په بغل کي ناست ملګري د ډېري ژړا کولو علت وپوښت. ما ورته خپله کیسه وکړل. هغه راته وویل، چي کله خوږ نبي صلی الله علیه وسلم د خپل ګران اکا جان په حال خبر سو، چي څه ورسره سوي؛ هغه هم ډېر ژړلي وه.
کله چي زه و کور ته راغلم، نو زما مېرمن حامله وه. ما او مېرمني مي دا فیصله وکړل، چي که مو زوی پیدا سو، نو نوم به ورباندي حمزه ږدو؛ خو د الله جل جلاله په غوښتنه راته لور راکول سوه. په انټرنيټ کي تر کتلو وروسته مو ورباندي د حمزه د خور صفیې نوم کښېښود."
د یوسف ورور په څېر موږ د سلګونو او زرګونو وروڼو او خویندو یادونه کولای سو، چي د اسلام سره په محض معرفت ئې د اسلام درسته مطالعه شروع کړې او ځان ته ئې د سپېڅلي لاري څرک موندلی؛ اسلام ئې سخت په زړه کي نقش سوی او د لوی خالق جل جلاله د رحمت او مغفرت تر سیوري لاندي ئې ژوند شروع کړی. دوی ته د جهنم د بې رحمه لمبو څخه په نجات موندلو د جنت عجيب او ښایسته باغونه نصیب سوي.
الله جل جلاله دي اسلام همېشه بریمن او کامیاب لري او د اسلام داعیان دي همېشه فعال او سرلوړي وي. اللهم امین!
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه