رالېږونکی : نصيب الله ژمن
حضرت يحيى بن معاذ رحمة الله عليه فرمائي چي :
څوک چي د نفساني خواهشاتو پيروي کوي په دنيا او عقبى دواړو کي د عذاب سزا وار دئ ، په دنيا کي د تلاښ له امله او په آخرت کي د احتساب له امله ، نو بايد متوحه اوسو چي :
د هرچا چي خوراک ډېر وي ، د نس غوښي ئې هم ډېري وي .
د هرچا چي د نس غوښي ډېري وي ، غوښتني ئې هم ډېري وي .
دهر چا چي غوښتني ډېري وي ، نو ګناهونه ئې هم ډېر زيات وي .
د هر چا چي ګناهونه زيات وي ، نو زړه ئي هم سخت وي .
او دهرچا چي زړه سخت وي ، نو لاره او چاره ئې دوږخ دئ .
ماخذ : اخلاقي کنايې