تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښوونکی څوک دئ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 3, 2021
  0

ښوونکی څوک دئ؟

 

لیکنه : ثناګل ، زمری ، عبدالمتین، فهیم ، مطیع الله/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ښوونکی د زده کولو او ښودلو د مطلبولو شرایطو د ایجادولو تر ټولو مهم عامل دي، د زده کوونکو څخه وروسته د زده کړي او روزني دوهم او مهم عنصر بلل کیږي. ښوونکی د زده کوونکو ددرس او محتوا تر منځ لازم شرایط منځ ته راوړي، ښوونکی هغه څوک دي، چي د خپل عاطفي کړیو په ایجادولو او د فردي تفاوتونو ددرست درک په واسطه د درس ټول نواقص لیري کوي. او دیوه معین هدف چي د علمي سویې لوړول دي سوق کوي. 


ښوونکی د زده کړي د ملاتیر شمېرل کیږي ښوونکی هغه څوک دي، چي زده کوونکو ته نه تنها تدریس کوي او یوازي لیکل او لوستل پرې زده کوي، بلکي زده کوونکو ته اتلولي، دلاروي ، بزرګواري، عاجزي، زحمت کشي، وطن دوستي او مینه ورزده کوي یو ښه ښوونکی باید د ښووني او روزني په ټولو رازونو او ځانګړتیاوو باندي پوه وي د ښه ا مسلکي ښوونکي لپاره یوازي پوهه بسیا نه وي، بلکي د ښه تدریس کمال هم باید ولري لکه چي ویل کیږي هر عالم معلم نه وي. پوهان وایي چي ښه ښوونکی د پوهي په لحاظ عالم او د ښه تدریس د فن په لرلو سره هنرمند دي. ښوونکی درسي څوک دي چي پوهیږي څرنګه د زده کوونکو په ذهن د او روح کي ځای ونیسي دا کار یوازي له عالم او فن کار څخه توقع کیدای شي، پر موضوع باندي د ښوونکی حاکمیت او تسلط له هغه سره مرسته کوي چي خپل لوست په بریالي ډول وړاندي کړي او ښه ښوونکی د تدریس د اصولو میتودونوسره پوره اشنایي لري.


چکي عالم کومنسکي وایي: ښوونکی هغه څوک دي چي درسي او افتخاري ډکه دنده ورسپارل شویده چي کتاب اوستا کي ښوونکی روښنایي بولي. سقراط تر ښوونکی او ښووني هیڅ شی لوړ او مهم نه دي د معلم کلمه په ټولو ژبو کي یوه مهمه او باارزښته کلمه ده او په هغې کي یوه نړۍ معنی او مفهوم نغښتي دی، څرنګه چي د اسلام ستر لارښود د حضرت محمد(ص) په معلمي باندي اقرار او ویاړ کوي او فرمایی (( انما بعثت معلما لاتمم مکارم الا خلاق)) بیشکه زه معلم استول شوی یم، ددې لپاره چي د اخلاقو درجې او مرتبې اتمام ته ورسوم.


کولی شو ښوونکی د لمر سره تشبیه کړو په هماغه اندازه چي د لمر دروښنایی له برکته نړۍ روښانه او مخلوقات برخمن کیږي معلم هم د علم او معرفت نور په ټولنه کي خپروي او د هغه د معرفت له نور څخه نړۍ او نړیوالو ته فیض او برکت رسیږي. کامینوس وایې: ښوونکي ته داسی ویاړ او دنده ورسپارل شویده ،چي په نړۍ کي هیڅ معلم له مالیار یا باغ ساتونکي سره مشابه کړي دي  چي په خپله هڅه او کوښښ سره نوي او تازه بوټي او نیالګي روزي او دهغې له میوې څخه خلګ برخمن کیږي. د نړۍ د پر مختللو هیوادونو تجربو ثابته کړي ده چي دهر تعلیمي نظام کیفیت د هغه د ښوونکو په کیفیت پوري تړلي دي.هر کله چي وغواړم سوکاله او آباد هیواد ولرو ، هر کله چي وغواړو چي د نن ورځي ګړندي تکنالوژي ته لاس رسی ولرو ، هر کله چي وغواړو چي هیواد مو لوی فرهنګ ولري او هر کله چي وغواړو د نړۍ د ترقي اوتکامل له کاروان څخه وروسته پاتي نه شو، باید د ښوونکو کیفیت، کیمیت ، پرمختګ او رشد ته پاملرنه وکړو. ښوونکی دي چي راتلونکي نسلونه د نړۍ د سبا ورځي له ستونزو او مشکلاتو سره د مخامخ کیدو لپاره اماده او چمتو کوي.


ښوونکي د اسلامي متفکرینو له نظره!


ابن سینا وایې: د ابن سیناپه عقیده ښوونکی باید عاقل ، متدین، مُدب، بصیر او عادل وي. امام غزالي وایی: ښوونکی چي د انسان په زړه اوروح کي نفوذ کوي بې شکه د ځمکي په مخ له ډیرو شریفو خلګو څخه دي. 


د امام غزالي په نظر ښوونکي باید ددغه صفاتو لرونکي وي:
۱ـ له زده کوونکو سره محبت او مینه ولري او هغو سره د خپلو سره د خپلو اولادونو په شان رفتار وکړي.
۲ـ د خپل پیغمبر (ص) په پیروي یوازي د الله(ج) د رضا په خاطر زده کړه ورکړي.
۳ـ د زده کوونکو له لارښووني غافل نه وي.
۴ـ زده کوونکو ته د هغو له پوهی سره برابر لوست ورکړي.


د ښوونکي مقام: کله چي ښوونکی په اړه غږیږو نو معنی دا چي علم ستایو چي د علم په ستایني او اهمیت خبري کوو نو پر دې مو ایمان دي چي الله تعالی تر ټولو قوي علیم او خبیر ذات دي، چي پر هستي او نیستي  او به روزي او په ټولو کائناتو زده ، زده علم لري. الله تعالی لومړنی ښوونکي دي چي انسان یې په علم نازولي دي. کائناب یې پیدا کړي دي چي له زرې زرې خبر دي او ټول دالله (ج) تابع دي ملائیکو ته یې علم ورکړي چي چي تل دده د ذات تسبیح ووایې.


جبرائیل امین هغه لویه ملائیکه ده چي د الله (ج) وحې یې وخت پر وخت پیغمبرانو ته رسولي دي په دې آساس جبرائیل امین دوهم ښوونکي بللی شو. د بشر تر ټولو لوی ښوونکي حضرت محمد (ص) دي چي د بشر د لارښووني له پاره یې خلګ مستقیمي لاري ته رابللي دي ښوونکي د هغو رڼاګانو په شان دي چي د تورتم او تیارو لمني په خپلو رنګینو شغلو ټولوي ښوونکي د هغې شمعي په شان دي چي خپل ځان سوزي خو نورو ته رڼا منځ ته راوړي.


 ښوونکي په ټولنه کي دیو طبیعت حیثیت لري، دوې باید د ټولني دردونه درمان کړي که په یوه ټولنه کي د جهل رنځ په خپریدو شي باید دوې سمدلاسه ددې رنځ مخه ونیسي په آخر کي د ښوونکي دمقام په اړه دومره باید ووایو چي د ښوونکی کلمه ډیره سپیڅله او پاکه ده او د خو شبویې کي هیوادونه معطر کوي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته