تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱ : چي کله خلک د قران په لوستلو ، ښوولو او یا اوریدلو مشغول وي.
۲: چي کله څوک په خطبه ورکولو مشغول وي.
۳ : چي څوک تکبیر او یا اذان وایئ.
۴ : چي کله په کوم مجلس کې پر کومه دینی موضوع بحث کیږی یا څوک چاته دینی احکام ورزده کوی.
۵ : چي کله استاد تدریس کوی.
۶ : چي کله څوک قضای حاجت لپاره ناست وی.
او په لاندینو حالاتو کې نه یوازی دا چي له سلام اچولو ځان وساتی بلکې د خپلی بي تعلقي او روحانۍخفګان ښکارونه هم په حکمت سره وکړی .
۱ : كله چي څوک په فسق، فجور او د شریعت پر خلاف چټياتو او عیش عشرت په خبرو کې اخته وي او د دین سپکاوی کوی .
۲ : کله چي څوک ښکنځلي، چټیات، شور غوغا، دروغ بی ځایه او بدی ټوکې کوی او دین بدناموی.
۳ : کله چي څوک د دین او شریعت پر خلاف تبلیغ کوی او خلک له دین نه بیزاره کوی او بدعت او بې دیني اختیارولو ته يئ هڅوی ۔
۴ : کله چي څوک د دیني عقایدو او شعایرو بي حرمتي کوی او د شریعت د اصولو او احکامو پوری ټوکي کوی او پخپل ځان کې مرداری او منافقت ثابتوی .