تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د درود شريف خواص او ګټي
 
  May 14, 2015
  0
رالېږونکی: شکرالله اسلام مل

د درود شريف ګټي بې شمېره دي مګر کومي ګټي چي په صحيح حديثونو کي روايت دي دلته په لنډه توګه بيانيږي تر څو  پوره پوره ګټه تر لاسه سي:

١- د درود شريف تر ټولو لويه ګټه داده چي کوم څوک يو ځل درود شريف پر رسول الله صلي عليه وسلم باندي ووايي نو الله تعالى او ملائکي پر هغه کس باندي لس ځله رحمت کوي او د هغه کس لس درجې لوړي او لس نيکياني ورته ليکي او لس ګناهونه يې معافوي.
٢- د درود ويونکي دعاء قبليږي.
٣- رسول الله صلي الله عليه وسلم يې شفاعت کوي.
٤- د قيامت په ورځ به د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره وي.
٥- د دين او دنيا کارونه يې تر سره کيږي.
٦- د ګناهو بخښنه کيږي.
٧- درود شريف ويل د صدقې قائم مقامه دی.
٨- د درود شريف په برکت سره سختي او تکليف ليري کيږي.
٩- پر درود ويونکي ملائکي هر وخت رحمت نازلوي.
١٠- د درود ويونکي د زړه صفائي کيږي.
١١- پر دښمن باندي فتح تر لاسه کيږي.
١٢- په مال کي برکت لويږي.
١٣- د مرګ د سختيو څخه خلاصون په برخه کيږي.
١٤- د قيامت په ورځ به په امن کي وي.
١٥- مفلسي ليري کيږي.
١٦- د درود شريف ويونکي بخيل کيږي نه.
١٧- په کوم مجلس کي چي درود شريف ويل کيږي نو د هغه مجلس ټول غړي د الله تعالى په رحمت کي وي.
١٨- درود ويونکي به پر پل صراط باندي په آساني سره تير سي.
١٩- د درود ويونکي يادونه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته کيږي.
٢٠-  د رسول الله صلي الله عليه وسلم مينه د درود ويونکي سره زياتيږي.
٢١- ملائکي د درود ويونکي لپاره د الله تعالى څخه بخښنه غواړي.
٢٢- رسول الله صلي الله عليه وسلم ته د هغه چا درود داسي رسيږي چي فلاني پر تا سلام وايي.
٢٣- درود ويونکي به د درود په برکت سره د عرش تر سايې لاندي ولاړ وي.
٢٤- د درود ويونکي د عملو تله به د قيامت په ورځ درنه وي.
٢٥- درود ويونکي به د قيامت په ورځ د تندي څخه خوندي وي.
 
الله تعالى دي موږ ټولو ته د درود شريف ويلو توان راکړي او د دغه په برکتو سره دي موږ ونازوي، آمين.
 
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
 
د کتاب نوم: نبوي طب
 

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته