تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خپل رسول مقام وپېژنه
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  June 25, 2024
  0

ژباړه: محمد ریحان محمدي/ تعلیم السلام ویب پاڼه


د خپل رسول مقام وپېژنه

 

ایا پوهېږې چې د کایناتو رب ﷻ هیڅکله هم خپل ګران او خوږ نبي محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هغه د اوچت مقام، عظمت، شرف او فضیلت پر بناء په خپل نامه خطاب او نداء (ږغ) نه دی کړئ، په داسي حال کې چې نورو ټولو پیغمبرانو علیهم السلام ته یې په خپل نامه ور ږغ کړي دي. 


ادم علیه السلام ته خپل په نامه نداء کوي او فرمایي: يٰٓـَٔادَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ [البَقَرَة : ۳۵] 


ژباړه: اې ادمه علیه السلام! "ته او ستا مېرمن (حوا)، دواړه په جنت كي اوسېږئ. 


نوح علیه السلام ته په خپل نامه نداء کوي او فرمایي: يٰنُوحُ اهْبِطْ بِسَلٰمٍ مِّنَّا وَبَرَكٰتٍ عَلَيْكَ [سُوۡرَةُ هُود : ۴۸]


ژباړه: اې نوحه! (د بېړۍ څخه) كښته سه، زما له لوري پر تا او پر هغو كسانو چي ستا ملګري دي، سلامتيا او بركتونه دي. 


ابراهیم علیه السلام ته خپل په نامه نداء کوي او فرمایي: يٰٓإِبْرٰهِيمُ ـ قَدْ صَدَّقْتَ الرُّءْيَآ ۚ [الصَّافات :۱۰۴ - ۱۰۵]


ژباړه: اې ابراهيمه! تا خوب رښتيا کړ. 


موسى علیه السلام ته خپل په نامه نداء کوي او فرمایي: يٰمُوسٰىٓ أَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ ۖ  [القَصَص : ۳۱]


ژباړه: اې موسٰى! راوګرځه، مه وېرېږه. 


يحيى علیه السلام ته په خپل نامه نداء کوي او فرمایي: يٰيَحْيٰى خُذِ الْكِتٰبَ بِقُوَّةٍ ۖ  [مَریَم : ۱۲]

 

ژباړه: اې يحيٰى! د خداى كتاب ټينګ ونيسه! 


زكريا علیه السلام ته په خپل نامه نداء کوي او فرمایي: يٰزَكَرِيَّآ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمٍ اسْمُهُۥ يَحْيٰى [مَریَم : ۷]


ژباړه: اې زكريا! موږ تا ته د يو هلك زيرى دركوو چي د هغه نوم به يحيى وي. 


او كله چې جناب رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د نداء کولو اراده وفرمایي نو په يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ او يٰٓأَيُّهَا الرَّسُولُ نداء ورته کوي او فرمایي: يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ إِنَّآ أَرْسَلْنٰكَ شٰهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا (الاٴحزَاب : ۴۵)


ژباړه: اې پېغمبره صلي الله عليه وسلم! موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكۍ  لېږلى یې. 


يٰٓأَيُّهَا الرَّسُولُ لَا يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسٰرِعُونَ فِى الْكُفْرِ (المَائدة : ۴۱)


ژباړه: اې پیغمبره/ رسوله صلي الله عليه وسلم! هغه خلك دي ستا د ځورېدو باعث نه وي چي د كفر په لاره کښي چټك ګامونه اوچتوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته