ليکنه: مولوي محمد نادر حنفي
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلاَّ يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ وَيُنَصِّرَانِهِ وَيُمَجِّسَانِهِ كَمَا تُنْتَجُ الْبَهِيمَةُ بَهِيمَةً جَمْعَاءَ هَلْ تُحِسُّونَ فِيهَا مِنْ جَدْعَاءَ ».
ژباړه : هر زېږېدونکى ماشوم پر اسلامي فطرت زېږي خو وروسته يې بيا مور اوپلار ( د محيطي تاثير په وجه ) يهودي ، نصراني او مجوسي ورڅخه جوړوي ر سول الله صلی الله عليه وسلم محيط د دې تا ثير لپاره يو مثال وړاندي کوي ، لکه څه ډول چي يو حيوان روغ رمټ له خپلي موره زېږي نو د هغه نه پزه اونه هم غوږ پرې وي ، خو د زېږېدني وروسته يې غوږ يا پزه خلک ور پرېکوي .
مسلمان ماشوم ، چي د يهودي په کور کي رالوى سي يو سرسخته يهودي ځني جوړېږي او د نصراني په کور کي بيا د عيسويت ددين پر عقيده را پورته کېږي او د مجوسي د کور څخه بيا همداسي را واخله چي د اور عبادت کونکى ورڅخه جوړ سي ،دا ځکه چي هلته هم دا ډول دعوت روان دئ او دغه ماشوم د همدغه دعوت په نتيجه کي هغه لاره خپلوي کوم چي د دوئ مشران ورباندي روان وي ، ماشوم په خپل چاپير يال کي چي څه ويني او اوري بس هغه ته په خپل ذهن او دماغ کي ځاى ورکوي او د هغه سره مينه او محبت پيدا کوي .
مسلمانه وروره ! موږ او تا سي بايد خپل اولادونو ته ځير سو تر څو د هغو په ذهنونو کي وهغه څه ته ځاى ورکړل سي چي موږ او تاسو ته په نبوي احاديثوکي بيان سوي دي . نبي عليه السلام فرمايي : ستاسي اولادونه چي کله (٧) کلن سي پر لمانځه يې امر کوى او کله چي (١٠) کلن سي او لمونځ يې نه کاوه نو و يې و هئ . ( رواه ابوداود )
د دي وينا څخه معلومه سوه چي کله زموږ او لادونه (٧) کلن وي بايد چي د دوئ لمونځ زده وي ، مخکي لا ورسره د لمانځه په هکله کوښښ سوئ وي او دلمانځه طريقه ، فرايض ، واجبات او مفسدات مو ورته ښوولي وي ، دا په دا سي حال کي ، چي موږ د خپلو او لادوسره ډېره بېغوري کوو و لوبوته مو خوشي کړي وي ، د دوئ د ساتيري لپاره ډول ، ډول شيان ورته رانيسو ، د کالو ، د خوړو او د نا جوړۍ په باره کي يې ډېر متوجه يو مګر د لمانځه او عقيدې هيڅ خيال يې زموږ سره نه وي .
عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه وايي : پر ما باندي دوې جامي چي په ژړ رنګ رنګ سوي وې نبي عليه السلام وليدې او راته وې ويل : (امک امرتک بهذا ) يعني ايا مور په دې رنګ جامو دا امر در ته کړى چي تا اغوستي دي ، ما ورته وويل : چي پرې يې منځم ، هغه مبارک راته و فرمايل (بل احرقها ) يعني وه يې سوځوه .
او بيا يې راته و فرمايل : إِنَّ هَذِهِ مِنْ ثِيَابِ الْكُفَّارِ فَلاَ تَلْبَسْهَا ».
ژباړه : دغه جامې د کافرانو دي مه يې اغونده . ( رواه مسلم )
په دې حديث شريف کي و موږ ته يو لوى سبق را کړل سوئ دئ ، چي د خپلو اولادونو و لباس ته مو هم بايد فکر وي په خاص ډول و زنانه اولادو ته ، چي هغوئ له تلويزون څخه رنګا رنګ کفري موډونه او لباسونه زده کوي او بيا وروسته و خپلو انجونو ته هغه ډول کالي او جامې ور اغوندي . دغه زنانه خو پو هيږي ، چي موږ خو مسلمانان يو نو موږ بايد هغه ډول موډونه استعمال نه کړو کم چي غير مسلماناني ښځي يې استعمالوي .
عمر بن ابى سلمة رضي الله عنه وايي : زه يو کوچنى هلک وم ، د نبي عليه السلام په کور کي او سېدم ( نوموړى د نبي عليه السلام بچندر وو ) دى وايي : چي کله به پر ستر خان د ډوډۍ خوړلو لپاره کښېنستم او خواړه به مي خوړل نو زما لاس به په کاسه کي د يو شي د را اخستلو له پاره يوې او بلي خواته غځېدئ ،کله چي به په دې حالت کي د نبي عليه السلام را ته فکر سو نو به يې راته وويل : ( ياغلام سم الله و کل بيمنيک و کل مما يليک)
ژباړه : اې کوچنيه ! بسم الله ووايه ، په راسته لاس او د خپل مخ څخه يې خوره ، دى وايي چي همېشه بيا زما دغه رنګه خوراک وو ( رواه بخاري )
په دې حديث شريف کي بيا والدينوته د خپلو اولادونو په هکله ډېر لوى سبق ورکړل سو ، چي د خپلو اولادو د آدب او دښو اخلاقو د پيداکېدو ډېري هڅي به کوي ، چي هغوئ په نبوي اخلاقو سمبال سي تر څو په اسلامي طريقه باندي خوړل او چيښل وکړي ، نه يوازي دا چي د خپلو اولادو په فکر کي به ياست ، بلکي ستاسو په کور کي چي ستاسو د دوستانو څخه هر ماشوم ژوند کوي ، د هغو د ادب او تربيې ډېر فکر به کوئ ، دا ځکه چي په تېر حديث شريف کي عمر بن ابى سلمة رضي الله عنه د نبيعليه السلام زوئ نه وو بلکي د خپلي ښځي يې وو ، چي د هغې دبل خاوند څخه سوئ وو( بچندر يې وو ) مګر نبي عليه السلام و غوښتل ، چي هغه ته د ډوډۍ خوړو ادب ور زده کي نو وهر مسلمان ورور او خور ته په کار ده چي بايد و خپلو اولادوته اسلامي تر بيه ور کړي .
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۷ ګڼه