نبي علیه السلام ته ډېر ناخوښ کس (الحدیث).
افضل الانبیاء صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
وَإِنَّ أَبْغَضَكُمْ إِلَىَّ وَأَبْعَدَكُمْ مِنِّى مَجْلِسًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الثَّرْثَارُونَ وَالْمُتَشَدِّقُونَ وَالْمُتَفَيْهِقُونَ. (ترمذي، جمع الفوائد)
ژباړه: او په تاسو کي ما ته ډېر ناخوښ او د قیامت په ورځ زما څخه لیري کښېنستونکی هغه څوک دی چي ډيري خبري کوونکی وي او (په ټوکو او بې ځایه په قاف او لام) بې احتیاطه خبري کوونکی وي او (په خبرو کي) مغروره وي.